د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان: فکري بدلون د شته ناخوالو مخه نیولای شي


د خوست یو شمېر ځوانان غواړي د خلکو د فکري بدلون له پاره کار وکړي، د دوی له انده خلک باید په کلیوالي او اطرافي ژوندانه کې د ځنو منفي دودونو له اغېز او د مناسباتو له وړې دایرې راووځي او د پرمختللي او هوسا ژوندانه په فکر کې شي.

د خوست یو شمېر ځوانان غواړي د خلکو د فکري بدلون له پاره کار وکړي، د دوی له انده خلک باید په کلیوالي او اطرافي ژوندانه کې د ځنو منفي دودونو له اغېز او د مناسباتو له وړې دایرې راووځي او د پرمختللي او هوسا ژوندانه په فکر کې شي.

دوی زیاتوي اوس په نړۍ کې د هېوادونو تر منځ پولو ته ارزښت نه ورکول کیږي، ځکه ساینس او ټکنالوژۍ نړۍ سره نښلولې ده، خو هغه څوک د نړیوالو ملاتړ خپلولی شي، چې د بشریت د سوکالۍ له پاره فکر او برنامه ولري.

یادې څرګندونې د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته یو شمېر خوستیو ځوانانو او مدني فعالانو په خوست کې د فکري بدلون د ټولنیز بنسټ په نوم د یوې مدني ټولنې د پرانیستې په درشل کې وکړې.

د یاد بنسټ مشر ډاکټر عبدالجبار جبارخېل وویل، چې زموږ په هېواد کې ډیری ستونزې د فکرونو د پاشل کیدو زیږنده دي:

"زموږ فکري بنسټ له دې کبله رامنځته شوی دی، چې زموږ اساسي ستونزه د فکر له کبله ده، دا ناخوالې زموږ د فکر زیږنده دي، موږ غواړو د خلکو پر فکرونو کار وکړ، منفي فکرونه سم لوري ته رهنمايي کړو، تر څو د ملت په خیر تمام شي او شته ستونزې مو لیرې کړې وي."

په پښتني ټولنه کې له پیړیو راهیسې، یو شمېر داسې ناسمې مفکورې او مروج دودونه شته، چې د ټولنې د انسجام، د وګړو د فکري انکشاف او مثبت بدلون مخه يې نیولې ده، مدني فعال نصیراحمد روښان همدې مسلې ته اشاره کوي او زیاتوي:

"په دې ځای کې کچیرې هغه منفي فکرونه او دودونه چې زموږ په اطرافي سیمو کې د ځوانانو لوی اکثریت ورسره لاس او ګریوان دی او د دوی د فکري انکشاف مخه يې نیولې ده، تغیر ونکړي په ټولنه کې مثبت بدلون ناممکن دی."

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ګل شاه صبری وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې ټکنالوژۍ د وګړو تر منځ پولې نړولي او په دې نړیوال کور کې هغه څوک د درنښت وړ دی، چې د نورو پر هوساینه فکر کوي، د ناسمو دودونو د له منځه وړولو او د مساواتو د تامین له پاره مبارزه کوي او د پوهنې رڼا خوروي:

"په اوسنۍ نړۍ کې ولسونه پر پولو باور نه لري، ساینس او ټکنالوژۍ نړۍ سره نږدې کړې ده، په ټولنه کې هغه سړی محترم دی چې د مساواتو له پاره کار وکړي، په ټولنه کې علم ترویج کړي او هغه ناوړه رواجونه چې ناسم دي او له پیړیو راپاتې دي، د هغې پر وړاندې مبارزه وکړي."

په خوست کې د قومونو د پیوستون شورا سکرتر او قومي مشر سیدکریم خان خاکسار هم په دې باور دی، چې د ټولنې له ستر محیط مخکې په کورنیو، کلیو او قومونو کې د مثبت تحول له پاره فکري بدلون ته اړتیا موجوده ده.

د یادونې وړ ده په خوست کې دا مهال تر اویاوو مدني بنسټونه، غیر حکومتي موسسې، ټولنیز سازمانونه او شوراګانې فعالیت لري.

که څه هم ځنو بنسټونو د خلکو له پاره ډېر مهم ټولنیز خدمتونه ترسره کړي، خو بیا د کتونکو له انده یو شمېر داسې نهادونه هم شته چې یوازې د پروژو د پیدا کولو له پاره يې ټولنې جوړې کړي، چې دا کار په ټوله کې پر غیر حکومتي انجیوګانو او مدني بنسټونو باندې د خلکو باور ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG