د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان خپلمینځۍ خبرې بیا پیلوي


د هند بهرنیو چارو وزیره سشما سواراج
د هند بهرنیو چارو وزیره سشما سواراج

د هند او پاکستان ګډه اعلامیه: خارجه سیکتران به د دواړه خیزه جامع مذاکراتو لپاره طریقه کار ټاکي چې پکې د ماحول سازګاره جوړولو علاوه کشمیر، سیاچن، ولر بیراج، د ترهګرۍ مخنیوی او امنیت شامل دی.

د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د هند بهرنیو چارو وزیرې سشما سواراج د وزیراعظم د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز سره له لیدو ورستو ګډې خبري غونډې ته وویل چې دواړو ملکونو فیصله وکړه چې د خارجه سیکرېټرانو په کچ کېدونکیو خبرواترو کې به د هراړخیزه مذاکراتو فهرست او طریقه کار ټاکل کیږي چې په مختلفو مسئلو به مذاکرات کله او په کوم کچ کیږي.

د نوموړې وینا وه، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کوم د دواړه ملکونو ترمینځه مذاکرات ځنډیدلې و نو په بنکاک کې د پاکستان او هند د قامي سلامتۍ مشیرانو تر مینځه د کامیابو مذاکراتو ورستو نن چې کوم زموږ ملاقات وشو نو په هغې کې موږ دا فیصله وکړه چې پاکستان او هند ترمینځه به مذاکرات دوباره شورو کوو.

د پاکستان او هند د خارجه وزیرانو په کچ شوی مذاکراتو ورستو یوه ګډه اعلامیه هم جاري کړې شوه چې پکې وویلې شویدي چې د دواړه ملکونو خارجه سیکتران به د دواړه خیزه جامع مذاکراتو لپاره طریقه کار ټاکي چې پکې د ماحول سازګاره جوړولو نه علاوه کشمیر، سیاچن، ولر بیراج، د ترهګرۍ مخنیوی او امنیت شامل دی.

د ګډه اعلامیې ترمخه چې هند ته یقین ورکړې شویدې چې د ممبۍ حملو په اړه به د مقدمو فیصله ژر کولی شي.

خو په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري وايي «د هند د خارجه وزیرې پاکستان ته تګ او مذاکرات یو وارې بیا په شورو کولو اتفاق کول یو ښه خبر دی خو چې کومه ګډه اعلامیه جاري شوې ده په هغې کې اول د ممبۍ پېښې خبره شوې ده ورستو بیا د مذاکرات شورو کولو خبره ده نو زه ګڼم که پاکستان د ممبۍ حملو په اړه هغه کېس چې په پنډۍ کې روان دی مخ په وړاندې نه بوځي نو امکان شته چې دا مذاکرات یو وارې بیا وځنډیږي».

د ذکر ده چې سرتاج عزیز سره د ملاقات نه وړاندې د هند خارجه وزیرې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره هم ملاقات وکړو او د دواړه خیزه تعلقاتو په مختلفو اړخونو یې ورسره خبرې وکړې.

یاده دې وي چې د هند خارجه وزیره سشما سواراج د آسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره د نهې په ورځ اسلام آباد ته ورغلې وه.

دا دې هم یاده وي چې په تېرو دریو کلو کې د هند یو خارجه وزیر دا د پاکستان ته لومړۍ دوره ده.

XS
SM
MD
LG