د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو پاکستان ته د ولسمشر غني سفر تاييد کړ


پخوانی تصوير: افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف
پخوانی تصوير: افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف

افغان چارواکي وايي افغان ولسمشر به دوه ورځې وروسته د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان کې د اسيا زړه غونډه کې په ګډون کولو سره د سولې د مذاکراتو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په همدي حال کې افغان چارواکي زياتوي چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور ته منسوب د نوې غږيز پيغام تصديق نه شي کولی

افغان حکومت وايي ولسمشر اشرف غني د دسمبر په اتم او نهم اسلام اباد کې کېدونکي د ایشيا زړه کانفرنس کې ګډون کوي. يو لوړ پوړي افغان چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط مشال ريډيو ته نن وويل چې ولسمشر د اسلام اباد د غونډې بلنه د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ اولسن سره نني ملاقات کې ومنله.

دغه چارواکي زياته کړه چې افغان ولسمشر به پاکستان ته واضحه ووايي چې د سولې په خبرو کې برخه اخيستونکي طالبان بايد بېل او د سولې مخالفه طالبانو پر ضد بايد سخت عمليات وشي.

طالبانو پخوا هم د خپل مشر ملا عمر په اړه افغانانو او خپلو جنګياليوو ته دروغ ويلي. سره له دې چې هغه مړ وو، طالبانو يې په نامه پيغامونه خپرول

په همدي حال کې طالبانو خپل مشر، ملا اختر محمد منصور ته منسوب يو غږيز پيغام خپور کړی چې نوموړی پکې په کومه نښته کې د ځان د ژوبلېدو خبره ردوي. د افغانستان د اجرايه رييس عبدالله عبدالله مرستيال وياند، جاويد فیصل نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی د دې غږ د کره والي پخلی نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو پخوا هم د دروغو پيغامونه خپاره کړي دي. دوه کاله کېدل چې ملا عمر مړ وو خو د طالبانو وياند يې په نامه پيغامونه خپرول. کيدای شي دا ځل هم همغسې يوه هڅه وي. موږ د دې غږ د کره والي يا نه کره والي په اړه لا تر اوسه څه نه شو ويلی. تصديق يې نه شو کولی.))

يادي دي وي چې د جون په مياشت کې اسلام اباد سره نيزدي مري کې د پاکستان په منځګړتوب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات وشول. تمه وه چې د دغه خبرو دوهم پړاو هم ترسره شي خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ د اعلانيدو له وجې دا کار ونه شو.

د طالبانو خبرې او پيغامونه د باور وړ نه دي. جاويد فیصل
د طالبانو خبرې او پيغامونه د باور وړ نه دي. جاويد فیصل

د ملا عمر تر مرګ وروسته ملا اختر محمد منصور ځان د طالب وسله والو مشر اعلان کړ خو ځيني طالبانو هغه خپل مشر ونه مانه. مخالفه طالبانو ملا رسول خپل مشر کړ او د همغه ډلې په کوټه کې پر ملا اختر محمد منصور د وروستي بريد پړه پر غاړه واخيسته او ويي ويل چې دی يې مرګونی ټپي کړی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست مشر حبيب الله پوځي نن مشال ريډيو ته وويل چې د طالبانو تر منځ اختلاف د روغې جوړې د خبرو په ګټه نه دي.

هغه زياتوي: ((که طالبان په څو ډلو وويشل شي نو بيا يې د مشرانو سره خبرې مشکله کيږي. اختلافات د هيچا په ګټه نه دي. د ملا عمر تر مرګ وروسته چې د طالبانو تر منځ مخالفتونه راپيدا شول هم د سولې خبرې يې ګډې وډې کړي.))

د سولې لپاره د طالبانو اختلافات په هغه صورت کې ښه ثابتيدلی شي چې افغان حکومت ترې د هغوی تر منځ د بي اتفاقيوو لپاره ګټه پورته کړي

خو کابل کې د شخړو د حل او د سولې د مطالعاتو مرکز يو څيړونکی، حکمت الله اعظمي وايي افغان جکومت کولی شي د طالبانو له اختلافاتو د سياسي روغې جوړې په وخت د ځان لپاره ګټه واخلي.

((طالبان که هر څومره وايي خو د ملا منصور له زخمي کېدو انکار نه شي کيدلی. د طالبانو مهمو غړو سره زما خبرې شوي او دايې تصديق کړي ده. د سولې لپاره د طالبانو اختلافات په هغه صورت کې ښه ثابتيدلی شي چې افغان حکومت ترې د هغوی تر منځ د بي اتفاقيوو لپاره ګټه پورته کړي او ووايي چې دا اسلامي جنګ نه بلکې سياسي جګړه ده. طالبان چې څومره کمزوري وي همغومره به د حکومت غوښتنو ته ډير تيار وي.))

تېره هفته افغان ولسمشر اشرف غني ويلي وو چې پاکستان د افغانستان سره په نا اعلان کړې جګړه اخته دی او د سولې لپاره بايد په خپله خاوره د طالبانو مرکزونه ختم کړي. پاکستاني چارواکي بيا وايي امن راوستلو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG