د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د متون د موټرو لویه میله


که څه هم په خوست کې لسګونه بارګینونه یا موټر پلورنځي شته، چې هره ورځ په کې د موټر ګڼې سوداوې کیږي، خو تر څنګ يې د خوست د متون په خوړ کې هم د هرې جمعې په ورځ له سهاره تر مازدیګره د موټرو د خرڅولو، رانیولو او بدلولو لویه میله جوړیږي.

که څه هم په خوست کې لسګونه بارګینونه یا موټر پلورنځي شته، چې هره ورځ په کې د موټر ګڼې سوداوې کیږي، خو تر څنګ يې د خوست د متون په خوړ کې هم د هرې جمعې په ورځ له سهاره تر مازدیګره د موټرو د خرڅولو، رانیولو او بدلولو لویه میله جوړیږي.

دغې میلې ته د خوست د اړوندو سیمو سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر او حتی هلمند او کندهار ولایتونو څخه هم ګڼ موټرونه راوستل کیږي.

په دې میله کې چې زرګونه خلک په کې د موټرو د سودا له پاره راټولیږي، دوی له پاره د میلې په منځ کې یو ګرځنده بازارګوټی جوړیږي.

په دې بازارګوټي کې ډول ډول خوراکونه، تازه میوې او ګرم چای د میلې ګډونوالو ته تیاریږي.

نن د جمعې په ورځ د میلې یو تن ګډونوال مشال راډیو ته وویل، دې ځای ته له دې کبله ډېر خلک راټولیږي، چې په لږو پیسو ځانته موټر رانیوی شي او هم موټر لرونکي کولای شي په دې میله کې د اړتیا پر مهال خپل موټر ژر وپلوري:

"زه حاجي جهانګیر سوداوې ډېرې ښې دي، دلته سوداوې سوکه دي، ځکه ډېرې کیږي، ښه والۍ دادی، چې څوک لږې پیسې پیدا کړي نو اسکوټر نه پرې خلاص شي، موټر پرې واخلي او کور ته پرې سوداوې وړي، بیا يې چې خوښ نه شو پنځه یا لس په کې تاوان يې کړي او بیرته يې خرڅ کړي."

د خوست متون میلې ته له کندهاره او هلمند څخه ډېر کسان خپل ګاډي د خرڅانه له پاره راولي، دوی په خوست کې له سوداوو خوښ دي او وايي چې په دې ځای کې يې ښه غریبي کیږي:

"نوم مې رحما الدین د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکی یم، خوست ته په میاشت یا اونۍ کې راځو، موټر یوازې خوست ته راولو، پنځه لس زره ګټه راته په کې پاتې کیږي، د قسمت او نصیب خبره ده، کله پنځه او کله لس موټر خرڅ شي."

د موټرو یو بل سوداګر محمد یعقوب وايي، که څه هم د متون په میله کې سوداوې په خوړه کې کیږي، خو هغه اړین اصول په کې په پام کې نیول کیږي، چې د نه مراعت له کبله يې سبا ورځ د موټر اخسیتونکي او خرڅونکي تر منځ دعوې او جنجالونه پیدا کیږي.

د متون د خوړ په منځ کې د کاروباریانو له پاره ګرځنده بازار لګیږي او خلک په کې خواړه خوري.

یو تن کباب پخونکی په دې میله کې له خپل کاروباره رضایت لري او وايي، چې د هرې جمعې په تېریدو يې کاروبار ښه کیږي او د کباب اخیستونکو په شمېر کې يې ډېروالۍ راځي.

یاده دې وي له پخوا نه د خوست په ګډون د لويې پکتیا او د پولې پورې سیمو په یو شمېر بازارونو کې د اونۍ په ځانګړو ورځو کې د څارویو میلې جوړیږي، خو په دې وروسیو کالونو کې د مرغانو، بایسکلونو، موټرسایکلو، موبایل تلیفونونو او موټرو نوې میلې هم دود شوي، چې ګڼ خلک شمېر خلک په کې راټولیږي.

XS
SM
MD
LG