په پاکستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، پاکستانیو ناقانونه کډوالو ته یې اسناد جوړ کړي ول خو بیا هم اسلام اباد ۳۰ کډوال یونان ته ستانه کړل.
دې دفتر نن (جمعه) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د ۴۹ کډوالو اسلام اباد ته تر ستنولو مخکې یې هغوی ته په یونان، اسټریا او بلغاریا کې له پاکستانیو سفارتونو اسناد جوړ کړي ول او د پاکستان حکومت یې هم خبر کړی وو خو چې تېره ورځ ځانګړې الوتکه اسلام اباد ته ورسېده نو پاکستان ۳۰ ناقانونه کډوال بیا یونان ته ولېږدول.
هلته تېره شپه د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په استولي یوه بیان کې ویلي، پاکستان ته په لېږدول شویو ۴۹ کډوالو کې دوی یوازې ۱۹ هغه وخت قبول کړل چې پاکستاني کارډونه یې وښودل. بیان وايي، بې له تصدیقه هېڅ کس نشي قبلولای.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.