د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان مرکزي حکومت د پښتنو حق خوړو ته نه پريږدو."


اضغرخان اچکزی
اضغرخان اچکزی

په کوټه کې عوامي نيشنل ګوند د ګوادر - کاشغر اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې د ممکنه بدلون پر ضد احتجاج او ولسي غونډه کړې، ددغه ګوند د بلوچستان صدر اصغرخان اڅکزي ویلي دوی به هيڅوک پرينږدي چې د پښتنو حق وخوري.

عوامي نيشنل ګوند چې د ديسمبرپر لومړۍ نېټه يې ګوادر کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لارې د ممکنه بدلون پر ضد احتجاجي لاريون او ولسي غونډه وکړه. په دې احتجاج کې يې د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې هغه خبرپاڼه د خلکو په مخ کې ښکاره کړه چې پکې د دې راهدارۍ د غربي لارې تر ټولو له مخه د جوړېدو ويل شوي. د ياد ګوند د صوبې صدر اصغر اڅکزي دې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل د دوي د ګوند د احتجاجونو او ټول ګوندیزو غونډو په برکت د پاکستان واکمن د غربي لارې په جوړولو تیار شوي.

نوموړي وويل: ((کله چې نوازشریف او د هغه ملګرو ته دا څرګنده شوه، چې هغوی د عوامي نيشنل ګوند د مخالفت تاب نه شي راوړی نو نوازشریف اسفندیار ولي خان ته ټيليفون وکړ او څلور ورځې وړاندې د دواړو تر منځ ملاقات وشو. اسفندیار ولي خان نوازشریف ته په دې ملاقات کې وویل چې اوس موږ عملي کار غواړو. ځکه چې تاسو خو ډېر قولونه له ولي خان سره هم کړي وو، هم تاسو د خېبر پښتونخوا د نامه قول هم کړی وو. اوس زموږ قام ستاسو پر قول او خبرو باور نه کوي که يې تاسو کوئ نو همدا امر به کوئ چې که پر دې راهدارۍ کار پېلېږي نو لومړی به پر غربي لاره کار پېلېږي، همدا دی هغه نوټيفيکېشن چې پرون د وزیراعظم له دفتره خپور شو.))

اسفندیار ولي خان نوازشریف ته وویل چې اوس موږ عملي کار غواړو. وس زموږ قام ستاسو پر قول او خبرو باور نه

کوي اصغر اڅکزي په دې ولسي غونډه کې وویل عوامي نيشنل ګوند تل د پښتنو لپاره قربانۍ ورکړې او تل يې نه يواځې د پښتنو لپاره بلکې د جمهوريت لپاره تر ټولو مخکې قدم اخیستی او په وینا يې په دې هلو ځلو کې هيڅوک هم مقابله کولای نشي.

XS
SM
MD
LG