د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو لپاره د ملي عمل پلان پرانسته وشوه


 د ښځو لپاره د ملي عمل پلان پرانستنې غونډه
د ښځو لپاره د ملي عمل پلان پرانستنې غونډه

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په خپلو خبرو کې تمه څرګنده کړه چې د ښځو لپاره د جوړ شوي پلاند تطبیق لپاره ښځي او سړي په ګډه کار وکړي.


د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک لپاره د افغانستان ملي عمل پلان پرانسته د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې وشوه. په دغه پلان کې د رهبرۍ په کچه په تصمیمونو کې د ښځو ونډه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او په سوله او امنیت کې د ښځوګډون بنیادي هدفونه دي.

د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پريکړه ليک د تطبیق لپاره د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې پر يو شمير دولتي چارواکو سربيره ورته د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ښځو چارو ريسانې، د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون استازي او د هغو غير دولتي ادارو يو شمير غړي بلل شوي ول چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.


د دغه پلان تګلاره د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ترتیب کړي ده. د ياد وزارت يو تن استازي نعمت الله اسحاقزي د دغه پلان په اړه د غونډې ګډونوالو ته وويل:

(( د دغه ملي عمل پلان د غنامندۍ په هکله او د داسې يو میکانيزم په هکله چې موږ د نړیوالې ټولنې د يوه غړي په توګه چې د افغانستان دولت هغوو ته ژمن دی، له مختلفو ولایتونو څخه د اهلو کسانو نظریات راټول کړو، تر څو موږ وتوانيږو چې په څه شکل باندې د افغانستان دولت هغه ژمنې چې د دغه پريکړه لیک پر وړاندې يې لري، چې د ښځو لپاره د سولې او امنیت ساتنه ده، هغو اهدافو ته ورسيږو.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په خپلو خبرو کې تمه څرګنده کړه چې د ښځو لپاره د جوړ شوي پلاند تطبیق لپاره ښځي او سړي په ګډه کار وکړي.

(( د ۱۳۲۵ پريکړه ليک په اساس چې بعضې موضوعات په هغې کې درج دي او د هغې د تطبیق لپاره ځینې پروګرامونه نيول کيږي، په دې هيله چې زموږ خویندو او ورونه په شريکه د دې ملک د جوړیدو لپاره کار وکړي. د تاوتریخوالو په لیرو کولو کې هم يو له بل سره همکار اوسي او د سولې او امن په راوستو ټول په شريکه کار وکړي.))

د افغانستان په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کميسيون مشرې صابرينې حميدي د ښځو لپاره نوي جوړ شوی پلان ګټور وباله، خو تمه يې څرګنده کړه چې په پلان راغلي تعهدات په سياسي ملحوظاتو پورې تړاو ونه ولري.

(( دا خپله په خپل ذات کې د دې ښکارندوی ده چې خلک تعهدات او ژمنتیا لري، خو زما هیله دا ده چې دا تعهدات د سياسي تحولاتو پورې تړاو ونه ولري، او همداسې دوام پيدا کړي تر څو موږ په راتلونکې کې د میرمنو د حقونو د تحقق لپاره، د اسلامي او افغاني ارزښتونو مطابق خپلو ميرمنو ته يو څه کړي وي او زموږ ميرمنې ښه راتلونکی ولري.))

د افغانستان لپاره د ملي عمل پلان د څو بنیادي هدفونو لپاره کار کوي چې د رهبرۍ په کچه تصميمونو کې د ښځو ګډون دی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او په سوله او امنیت کې د ښځو ونډه يې په لومړيتوبونو کې راخي.

XS
SM
MD
LG