د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګوادر ــ کاشغر راهدارۍ ته له ترهګرۍ هېڅ خطر نشته"


د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي
د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي

سرفراز بګټی وايي، په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې ډلې يې ځپلې او اوس دومره توان نلري، چې په دغه صوبه کې د بهرنيو هېوادونو او په خاصه توګه د چين پانګه اچوونکو ته زیان ورسوي.

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټی وايي، د پاکستان او چين تر منځ د ګوادر ـــ کاشغر راهداۍ ته له ترهګرۍ هېڅ خطر نشته او په خبره يې د دوی ځواکونه او پوځ دومره توان لري، چې په سیمه کې فعاله د بلوڅ وسله والو مقابله وکړي.

د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د دوشنبې په ورځ له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، په بلوچستان صوبه کې د ګوادر ـــ کاشغر راهدارۍ ته هېڅ امنيتي خطر نشته. د بګټي په خبره په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې ډلې يې ځپلې او اوس دومره توان نلري، چې په دغه صوبه کې د بهرنيو هېوادونو او په خاصه توګه د چين پانګه اچوونکو ته زیان ورسوي.

؛ دلته چې کومې فعاله وسله والې ډلې ډلې دي، په هغوی کې دومره توان نشته، چې زموږ او چين تر منځ دې راهدارۍ ته زیان ورسوي. او ورسره ستاسو له لارې زه قام ته دا هم ویل غواړم، چې د بلوچستان حکومت او دلته مېشتې امنيتې ادارې به نه هم خپل ولس او نه هم دلته د پانګې اچوونکو په حفاظت کې بېغوري وکړي؛.

سرفرازبګټي په دې خبرو کې زیاته کړه، په بلوچستان کې صوبه کې بېلتونپالې وسله واله ډلې ترهګرې ډلې دي خو په خبره يې دوی له دې ترهګرو سره هم خبرو ته تیار دي.

؛ زه دا نه وایم چې له ترهګرو سره دې خبرې نه کېږي. دلته يوه شخړه ده او د دې هواري لپاره زموږ د ریاست دروازې تل د خبرو لپاره خلاصې دي. او که چېري ریاست د دې خبرو لپاره په جدي توګه تیار نه وای، نو په تېر څوارلسم اګست باندې موږهغه څلور سوه کسان چې لاسونه يې زموږ د بې ګناه ولس په وينو رنګ وو، نه به مو بخښل. موږ هغوی يواځې د پاکستان لپاره وبخښل. نو موږ د خبرو لپاره تیار یو، خو زه هغوی ته ترهګر ضرور وایم، هغه که برهمداغ وي، حېربیار، الله نظر وي او یا یو بل څوک؛.

د صوبې کورنيو چارو وزیر د کوټې په بلوچستان پوهنتون کې دا خبرې له هغه وروسته له رسنوالو سره وکړې، چې په یاد پوهنتون کې د صوبې د بېلا بېلو پوهنتونونو تر منځ د وړو فلمونو مقابله ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG