د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارلماني کمیټۍ غړیو د ګوادر پرمختیايي کارونو جاج واخیست


بلوچستان: ګوادر بندر
بلوچستان: ګوادر بندر

د کاشغر ـــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ منصوبې په باب د عوامي نېشنل ګوند، قامي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پشمول د ځینو نورو ګوندونو دريځ دی چې حکومت دې لومړۍ پر غربي لاره کار سر ته ورسوي

د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ منصوبې د جاج اخیستو لپاره د پارلمان په دواړه ایوانونو مشتملې خصوصي پارلماني کمیټۍ د سینټر مشاهد حسین سید په مشرۍ کې د خالي په ورځ د ګوادر دوره وکړه او د اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترلاندې د یو شمیر سړکونو یې فضايي کتنه وکړه.

په پارلماني کمیټۍ کې له مشاهد حسین سیده پرته د سیفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ، د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر باز محمد خان، د خېبر ایجنسۍد قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرېدی، میر حاصل بزنجو او نور یو شمېر پارلماني غړي شامل ول.

د کمیټۍ یو غړي شاه جي ګل اپرېدي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې په بلوچستان کې د اقتصادي راهدارۍ په دې منصوبې په تیزۍ سره کار روان دې او د راتلونکي کال ترپایه به په یو شمېر سیمو کې پر سړکونو کار سر ته ورسي.

د ذکر ده چې د سږ کال په اپريل مياشت کې د چين ولسمشر د پاکستان سفر پرمهال د شپږڅلویښت (٤٦) اربه ډالرو منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې تر ټولو مهمه منصوبه د پاکستان او چين ترمينځ اقتصادي راهداري وه خو د دې منصوبې په باب عوامي نېشنل ګوند، قامي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پشمول د خېبر پښتونخوا او بلوچستان يو شمېر نور ګوندونه دريځ لري چې حکومت دې په منصوبه کې څه قسمه بدلون نه کوي او لومړۍ دې په غربي لاره کار سر ته ورسوي.

په کمیټۍ کې شامل د عوامي نیشنل ګوند سینټر باز محمد خان وايي چې په غربي سړک لکه د شرقي سړک پشان کار نه کیږي صرف د مغل کوټ نه تر ډیره اسماعیل خان په مینځ کې په اتیا (۸۰) کلومیټره سړک کار روان دې خو هغه هم ډیر تنګ دې دوي دا غوښتنه کوي چې لکه د موټروې پشان سړک دې په دغه سیمه کې هم جوړ کړل شي.

د یادونې ده چې عوامي نېشنل ګوند د ګوادر کاشغر اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د ممکنه بدلون په اړا د روان کال په مئۍ میاشت کې په کوټه او په فرورۍ مياشت کې په اسلام آباد کې ټول ګونديزې غونډې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG