د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شپږ تنه وسله وال وژل شوي


افغان سرتیري د جنګ پرمهال
افغان سرتیري د جنګ پرمهال

افغان چارواکي په ختیځ ننګرهار ولایت کې د شپږو مخالفو وسله والو د وژلو ادعا کوي. دافغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې دغه وسله وال په حصارک، خوګياڼي او بټي کوټ ولسواليو کې په بیلابیلو پيښو کې وژل شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی

« تېره شپه وسله والو مخالفینو غوښتل چې د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنیتي پوستو بريد وکړي خو د پوليسو له کمين سره مخ شول، د وسله والو او پوليسو تر منځ نښته وشوه چې له امله يې څلور تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ژوندي نيول شوي دي.»

خوګياڼی زیاتوي چې هم تېره شپه بهرنيو ځواکونو د خوګياڼو په « پيره خېلو » سیمه کې ډورن بريد کړی چې له امله يې یو تن وسله وال طالب وژل دی.

خوګياڼی وايي چې په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ د شینوارو کلا په سیمه کې د وسله والو سره په نښته کې يو تن وسله وال وژل شوی او پينځه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG