د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو سیاسي مشرانو پلاوی له کابله ستون شو


د کوټې او پېښور پښتانه سیاسي مشران له افغان ولسمشر سره
د کوټې او پېښور پښتانه سیاسي مشران له افغان ولسمشر سره

له افغانستانه د کویټې او پېښور د سیاسي مشرانو پلاوی نن د یکشنبې په ورځ بیرته اسلام اباد ته راستون شو. په دې پلاوي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی، د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان ، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شیر پاو او یو شمېر نور مشران هم شامل وو.

یاده لس کسيزه ډله د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل ته تللې وه. اسلام اباد ته په راستنیدو له دغو مشرانو څخه ځینو یې مشال راډیو ته وویل چې کابل ته یې سفر ډېر مثبت او ګټور و. د عوامي نیشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک هم په دې پلاوي کې شامل و ، نوموړي وویل :

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

« موږ د افغانستان مشرانو ته وویل ، د امن د ځنډیدلې پروسې د بیا پیلولو ضرورت دی. په دې لاره کې افغان حکومت ځینې تحفظات لري. هغوی تنقید او ګیلې لري او د هغوی په ګیلو او تنقیدونو کې وزن شته. خو موږ ورته خواست وکړو چې خبرې اترې به اخر هم د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کیږي.موږ ورته وویل چې د خبرو دروازې مه بندوئ »

افغان حکومت ځینې تحفظات لري خو موږ ورته خواست وکړو چې د خبرو دروازې مه بندوئ »
افراسیاب خټک

افراسیاب خټک وايي دوی د یوې جرګې په بڼه افغان حکومت ته خپلې خبرې ورسولې او اوس به د افغان حکومت له سپارښتونو د پاکستان حکومت خبروي. اوس د خبرو د وړاندې بوتلو کار د کابل او اسلام اباد د حکومتونو دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د پښتنو مشرانو ته ویلي د دوی په خاطر د پاریس په راتلونکې غونډه کې د پاکستان له وزیراعظم نوازشریف سره ملاقات کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره پاکستان یو وار مخکې هم لاره برابره کړې وه ، خو د افغان طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د مړینې د خبر راڅرګندیدو دغه هڅې په ټپه ودرولې دي.

XS
SM
MD
LG