د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د ترقۍ په نامه بلوچستان لوټي."


اختر مينګل
اختر مينګل

د بلوچستان پخوانی وزيراعلی او د بلوچستان د نيشنل ګوند مشر، اختر منيګل وايي د پاکستان واکمنان د بلوچستان د ترقۍ د کارونو په نوم د دغه ځای له وسايلو د پنجاب په ګټه کار اخلي چې دوی به يې مخه نيسي.

د بلوچستان پخواني اعلی وزیر سردار اختر مینګل ویلي دوی به تل د داسې پرمختګ مخالفت کوي چې پکې بلوڅ قام په اقلیت بدلېږي. مینګل زیاتوي د پاکستان مرکزي حکومت نن هم د ترقۍ په نامه د بلوچستان پر ساحل او وسايلو قبضه کوي.

د بلوچستان نيشنل ګوند مشر او ددغې صوبې پخوانی اعلی وزیر سرداراخترمینګل وايي دوی په صوبه کې د پرمختيايي کارونو په نامه هغه منصوبې نه مني چې بلوڅان له اکثريت څخه په اقليت بدلوي. نوموړي پرون د جمعې په مازيګر په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې اولس کاله وړاندې يې هم د ګوادر بندر د جوړېدو مخالفت کړی وو او نن هم د ګوادر کاشغر د اقتصادي راهدارۍ مخالفت کوي.

په بلوچستان کې چې کومې د ترقۍ نعرې وهل کېږي، دا ترقي د بلوچستان لپاره يوازې په کاغذونو کې ده. په عملي به ډول به يې ګټه پنجاب ته رسي. دوی یوازې د بلوچستان ولس غلطوي.

هغه زياته کړه: (( کله چې د نوازشریف په تېره واکمنۍ کې د ګوادر بندر د جوړېدو اعلان وشو نو موږ هغه وخت هم نه مانه. هغه مخالفت هم ددې لپاره نه وو چې موږ د ترقۍ پر ضد يو. موږ غواړو چې زموږ سیمې پرمختګ وکړي، زموږ ولس ته د روزګار زمينه برابره شي، زموږ ولس بنيادي اسانتیاوې ولري. خو د دې هيڅ کله هم دا مطلب نه دی چې د دې سهولتونو په بدل کې موږ په اقلیت کې بدل کړای شو. موږ له خپل ساحل او وسايلو څخه و ویستل شو. او له موږ څخه زموږ ساحل او مځکه يووړل شي.))

سردار اختر مینګل په دې خبري غونډه کې زیاته کړه چې د پاکستان واکمنانو تل د بلوچستان خالي وعدې کړي دي. د هغه په خبره د پاکستان چارواکي دي بلوچان نه غلطوي.

نوموړي وويل: ((په بلوچستان کې چې کومې د ترقۍ نعرې وهل کېږي، دا ترقي د بلوچستان لپاره يوازې په کاغذونو کې ده. په عملي به ډول به يې ګټه پنجاب ته رسي. دوی یوازې د بلوچستان ولس غلطوي. په دغه ډول نعرو او ادعاو دوی يو وارې بیا د بلوچستان هر څه د لوټلو کوښښ کوي. چې موږ يې نه يوازې مخالفت کوو بلکې پر ضد يې د احتجاج حق هم لرو.))

د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د نورو ملتپالو غوندې د پاکستان او چين تر منځ د ګوادر کاشغر په نامه د اقتصادي راهدارۍ له لومړۍ ورځې مخالفت کوي او غوښتنه کوي چې ددې راهدارۍ تر ټولو زیاته ګټه دي د بلوچستان ولس ته ورکړل شي. خو د پاکستان واکمن ګوند سیاستوالو بیا وايي چې د دې راهدارۍ پروژې د عملي کولو په وخت د ټولو صوبو ګيلې په نظر کې نيسي.

XS
SM
MD
LG