د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند: اقتصادي راهدارۍ پر مسله لوی احتجاج کوو


اصغر اچکزی
اصغر اچکزی

عوامي نيشنل ګوند وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت له خوا ورته د چين اقتصادي راهدارۍ پروژې لارې بدلول ورته د منلو وړ نه دي نو ځکه به کويټه کې يو لوی احتجاج کوي. د دوی په خبره د پښتنو حق بايد ونه خوړل شي.

په کوټه کې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اصغرخان اڅکزي اعلان کړی چې دوی به د دسيمبر پر لومړۍ نېټه په کوټه کې د ګوادر - کاشغر لارې د ممکنه بدلون پر ضد ډېر لوی احتجاج وکړي. هغه نن خبريالانو ته وويل چې د پاکستان واکمنو ته به يو لوی پېغام ورکړي چې د پښتنو په قسمت کې يوازې ترهګري او بدبختي نه، بلکې خوشالي او ترقي هم شته.

د اڅکزي په خبره له دې احتجاج څخه به ټولې نړۍ ته دا څرګنده شي، چې د بلوچستان د ولس په خاصه توګه دلته د مېشتو پښتنو فیصله څه ده.

((موږ به هغو قوتونو ته چې ددې لارې د اړولو لپاره کار کوي د احتجاج له لارې د بلوچستان د ولس فیصله ورښکاره کړو او ورته وبه وايو چې په دې لار کې بدلون نه منو.))

يا خو به د لارې بدلوونکي خلک نه غواړي چې پښتانه دې ورسره واوسي.

د يادونې ده چې پښتانه ملت پاله سياسي ګوندونه د پاکستان مسلم لېګ (ن) په مرکزي حکومت تور لګوي او نيوکې کوي چې غواړي د پنچاب سره د اقتصادي پروژې لارې د پښتنو او بلوچو سيمو څخه پنجاب ته اړوي. بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت وايي داسې نه ده خو ملت پاله سياستوال يې په خبرو باور نه کوي.

اصغراڅکزي زیاته کړه داسې احتجاج او پريکړې په وکړي چې د پاکستان واکمن د دې لارې له بدلونو منع کړي.

هغه وويل: (( هغو قوتونو ته چې ددې لارې په اړولوبوخت دي، ورته وبه وايو چې که د چا په پلار کې همت وي نو د دې لارې بدلون دې عملي کړي. که بيا يې هم لاره بدلوله نو مانا دا چې به بیا دې قوتونو دا فیصله کړې وي چې نه غواړي موږ او تاسي ورسره نور واوسو.))

سيد عالم مسود: چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې خپل حق غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان مرکزي حکومت که څه هم وايي چې دا لار يې بدله کړې نه ده خو پښتانه سياستوال وايي چې په بجټ کې د پښتنو سيمو لارو او صنعتي زونونو لپاره پيسې نه دې بېلې شوي خو له پنجابه تېريدونکو لارو لپاره پوره پیسې بېلې شوي. د دوی په وينا له دې معلوميږي چې د پاکستان مرکزي حکومت به د چين سره اقتصادۍ راهدارۍ پروژه د پنجاب پر سيمو تېروي او په دې توګه به خپلې وعدې تر پښو لاندې کوي.

XS
SM
MD
LG