د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې وژل شوو د ۲۲ پاکستانيانو مړي دير ته وړل شوي


فايل فوټو
فايل فوټو

پاکستاني چارواکي تايدوي چې د ځينو هغو وسله والو مړي ور وړل شوي چې دې وروستيوو کې افغانستان کې وژل شوي وو. افغان چارواکو په بيا بيا له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د وسله والو ورتګ بند کړي خو پاکستان وايي دوی د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې د هغو ۲۲ وسله والو جنازې شوې دي چې په افغانستان کې په یو برید کې وژل شوي وو.

د کوز دیر یو چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط نن «شنبه» مشال راډیو ته د دې خبر پخلی وکړ. هغه وويل چې دا مړي د جمعې په ورځ په کوز دیر کې خاورو ته وسپارل شو.

د چاروواکي په وینا دې کسانو د البدر مجاهدین وسلې ډلې سره تړاو درلود. په همدي حال په ټولنيزې مطبوعاتي پاڼې، فیس بوک د تيمرګرې ځايي ځينو کسانو داسې تصويرونه خپاره کړي چې پکې د البدر په بيرغو يا جنډو پوښل شوي تابوتونه ښکاري. ورسره ليکل شوي چې دا کسان په دې وروستيوو کې افغانستان کې په يو ډرون بريد کې وژل شوي دي.

يو افغان چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته دا خبره تاييد کړي او ويلي يې دي چې ياد کسان درې ورځې وړاندې په خوست ولايت کې د افغان پوځ په عملياتو کې وژل شوي دي.

د رپورټونو تر مخه البدر د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې هم جنګېدلې او وروسته د افغانستان د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي تر چتر لاندې يې هم وسله وال جنګونه کړي دي.

د دیر چارواکي وویل چې وژل شوي ټول کسان د دیر ځايي اوسېدونکي دي. تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغان چارواکو په بيا بيا له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د وسله والو ورتګ دې بند او د ترهګرۍ په وړاندې دې مخلصانه هلې ځلې وکړي خو پاکستان وايي دوی د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.

XS
SM
MD
LG