د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاريس پوليس چاپه: دوه مشکوک ترهګر وژل شوي


فرانس: نن د نومبر ۱۸مه په پاریس کې پولیس او پوځ په ګډه عملیات پیل کړي
فرانس: نن د نومبر ۱۸مه په پاریس کې پولیس او پوځ په ګډه عملیات پیل کړي

پولیس سرچینې وايي، د چاپې موخه عبدالحمید اباعود دی، چې د تېرې اونۍ بریدونو سرغنه بلل کېږي.

د پاریس له څنډو رپوټونه وايي، د نومبر ۱۳مې نېټې د ترهګرو بریدونو په تړاو دوه مشکوکه کسان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

د فرانسې ترهه ګرۍضد پولیس د پاریس شمال په نیمه ښاري څنډو کې پر یوه اپارتمان چاپه وهلې ده.

د پاریس څارنوال فرانسوا مولېنز د پېښې له ځای سره خبریالانو ته وویل، چې د چاپو پر مهال یې یو مشکوک کس وژلی او یوې ښځې ځانمرګې چاودنه وکړه. په پېښه کې پنځه پوليس هم ژوبل شوي دي.

پوليس اوس وايي، څارونکې ويډيو یو بل ممکنه بریدګر هم ښيي.

په سېڼت ډیني ولسوالۍ »ضلع«کې نن د نومبر پر ۱۸مه نېټه تر سپېدو مخکې عملیات پیل شوي چې پکې د چاودنو او ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې «داعش» ویلي ول، په پاریس کې د نومبر ۱۳مې نېټې بریدونه دوی ترسره کړي دي چې پکې ۱۲۹ کسان وژل شوي ول او نژدې ۴۰۰ نور ژوبل شوي ول او ۵۵ پکې تر سختې درملنې لاندې دي.

چارواکي وايي، د پاریس بریدونو کې نېغ په نېغه نژدې اته کسانو برخه لرله، چې شپږو یې په ځانمرګو واسکټونو خپلځانونه الوځولي ول او یو له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی وو.

د پاریس پېښې له مړوژوبلو سره جهاني خواخوږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG