د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو اییني حیثیت پر سر د ګوندونو تر منځ اختلافات دي


په کراچۍ کې د قبایلي سیمو قانون پر ضد لاریون
په کراچۍ کې د قبایلي سیمو قانون پر ضد لاریون

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د نومبر پر ۱۶مه نېټه په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو سیاسي اتحاد او د وکیلانو اتحادیې د هغو سیمو د اییني او قانوني حیثیت بدلولو لپاره لاریون او احتجاجي مظاهره وکړه.

په دې لاریون کې نه یوازې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو او سیاستوالانو ګډون وکړ بلکې له بېلا بېلو سیمو ورته د قبایلي سیمو ولسي وګړي هم ورغلي ول.

دوی د قبایلي سیمو قانون اېف سي ار پر ضد نارې ووهلې او د پاکستان له وفاقي حکومته یې غوښتنه وکړه چې د قبایلي سیمو په اییني حیثیت کې دې بدلون وکړي.

دا مظاهره پر داسې حال وشوه چې څو ورځې مخکې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو استازو د هغو سیمو اییني حیثیت بدلولو په اړه بل وځنډاوه او دا چې د پاکستان وزیراعظم د دې مقصد لپاره یوه کمېټي هم جوړه کړې ده. که یوې خوا ته ځېنې سیاسي ګوندونه او سیاستوالان د قبایلي سیمو د اییني حیثیت بدلولو غوښتنه کوي نو ځېنې نور ګوندونه او سیاستوالان ورسره موافق نه دي.

همدا موضوع په خپرونه کې څېړو چې پکې د عوامي نیشنل ګوند میا افتخار حسین، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رضا محمد رضا او د قبایلي سیمو سیاسي اتحاد او پیپلز ګوند اخونزاده چټان راسره مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د قبایلي سیمو اییني حیثیت پر سر د ګوندونو تر منځ اختلافات دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:41:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG