د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شینواري په خپلو کې متفق شول


د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالو قومي مشرانو د يوې جرګې په تر سره کولو سره خپل منځي اختلافونو ته د پای ټکی کيښود او په سيمه کې د امنيت د راوستو په خاطر يې اتفاق وکړ.

د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالو قومي مشرانو د يوې جرګې په تر سره کولو سره خپل منځي اختلافونو ته د پای ټکی کيښود او په سيمه کې د امنيت د راوستو په خاطر يې اتفاق وکړ.

د ننګرهار شینواري چې په شپږو ولسواليو کې سره راټول دي، د تيرو درې هفتو راهيسې په دې هڅه کې وو چې ټول په يوه ټغر راټول شي او په خپلو سيمو کې د امنيت په راوستو کې فعاله ونډه واخلي. په همدې خاطر د اچين، نازیان، دوربابا، هسکې مینې، غني خيلو او سپین غر ولسواليو قومي مشران د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې راټول شول او د يوه پريکړه لیک په لوستو سره يې خپل اتفاق اعلان کړ.

دغه پريکړه لیک چې په دريو مادو کې ترتیب شوی و، ملک عثمان شینواري ولوست.

(( د شینوارو د شپږ ولسواليو ګډ پريکړه ليک ۱ – موږ شینواري قومونه به يو د بل کمي نه کوو، ټول شينواري يو ورونه دی. ۲ ـ د خپل اسلامي دولت په وړاندې به هيڅ ډول ناوړه اعمال او غير قانوني کړنې نه تر سره کوو. ۳ ـ هر هغه بهرني وګړي چې زموږ د دولت په وړاندې ناوړه کړنې تر سره کوي، موږ قومونه به د هغوی مخه نیسو، خو شرط به دا وي چې حکومت په سيمه د مخالفينو څخه پاکوي او موږ ته به يې سپاري، موږ به خپله سيمه په خپلې ولقې کې اخلو او له حکومت سره به په ګډه له خپلې خاورې دفاع کوو.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د شینوارو د قوم په اتفاق خوښي څرګنده کړه ويې ويل چې د شینوارو د اتفاق له برکته به په سيمه کې امن راشي او دوی به وتوانيږي چې په په جنګ ځپلو کې د بیا رغونې پروژې پلي کړي.

(( هر هغه څوک چې ولس ځوروي، هر هغه څوک چې د حکومت خلاف چيغه پورته کوي، د هغوی په خلاف به دا ولس ودريږي، او نور به د دې بدبختو مخه نيول کيږي، تر څو موږ وکولای شوو چې په شینوارو کې زموږ مکتبونه فعال شي، په شینوارو کې زموږ کلینیکونه فعال شي، او هغه پروژې چې په نورو ولسواليو کې شته شينواري ترې هم برخمن شي.))

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد ولسونو ته ډاډ ورکړ چې دوی به په سیمه کې چاڼیزو عملیاتو ته تر هغې دوام ورکړي څو پورې چې يې د یادو ولسواليو سيمې له مخالفو وسله والو پاکې کړي نه وي.

(( زموږ عملیات اوس هم دوام لري او نور به هم دوام ورکوو تر څو موږ وکولای شوو دا سیمې ټولې پاکې کړو، او پاکې شوي سيمې خپلو قومي مشرانو ته وسپارو تر څو دوی وکولای شي چې خپلې سيمې وساتي او موږ به هم په هغو سيمو کې محلي پوليس هم اماده کړو، هم به وسلې او تهجيزات ورکړو او هم به خپله ورسره واوسو.))

یاده دې وي چې د شینوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو څخه څلويښت کسيز کميسیون جوړ شو چې له دې وروسته به د یادو ولسواليو هره موضوع دغه کميسیون څيړي او د پريکړو واک به ولري.

XS
SM
MD
LG