د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو قبایلي سیمو ازادي لاندېکول نه پرېږدو'


د افغانستان ولسي جرګې دویم مرستیال افغانان محمد نذیراحمدزي
د افغانستان ولسي جرګې دویم مرستیال افغانان محمد نذیراحمدزي

د پاکستان د سیاسي واحد په توګه د قبایلي سیمو د راوستلو هڅې به د افغانانو له تند غبرګون سره مخامخ شي.

د افغانستان ولسي جرګې استازي او افغان سیاستوال وايي، هېڅکله چې پاکستان د پښتنو قبایلي سیمې په یو سیاسي واحد واړوي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره یوه مشوراتي کمیټه جوړه شوې چې هدف یې د پاکستان د سیاسي واحد په چوکاټ کې د دغو سیمو د راوستلو په اړه سلامشورې او سپارښتنې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال افغانان محمد نذیراحمدزي له ازادۍ راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو کې وویل، پاکستاني دولت ته به اجازه ورنړي چې د پښتنو ټولې قبایلي سیمې په یوه سیاسي واحد واړوي او یا یې د خیبرپښتونخوا صوبې برخه وګرځوي.

نوموړی زیاتوي پاکستانی حکومت د دې واک نه لري چې په خپل سر قبایلي سیمې په خپل سیاسي کنټرول کې راولي او نه به افغانان دا اجازه ورکړي.
ښاغلي احمدزي وویل:

«د هاخوا پښتنو د ازادي سلبولو اجازه هېچا ته نه ورکوو. دا موضوع یواځې د هغوی موضوع هم نه ده. دېخوا او هاخوا یو پښتون دی. دا به دومره اسانه خبره هم نه وي چې دوی وشي کولای په څو جلسو باندې دغه رقم مهمې موضوع ته له سلا پرته پرېکړه وکړي.»

ښاغلي احمدزي هیله وښوده چې ولسونه دې په خپله برخلیک وټاکي نه دا چې حکومتونه یې په زور دې ته اړ باسي چې هر ډول پریکړو ته غاړه کیږدي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستاني حکومت، ځینو سیاستوالو او د قبایلي سیمو د یو شمیر پارلماني استازیو په خوښه یوه عالي کمېټه جوړه کړې چې پکې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو او د پاکستان په سیاسي ادارو کې د هغوی د شاملولو په اړه پکې بحث کیږي.

د پاکستان په وفاق پورې تړلې قبایلي سیمې یا منځنۍ پښتونخوا چې پاکستانی دولت فاټا بولي د کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا په ګاونډ کې پرتې سیمې دي چې نفوس یې څلورو میلیونو ته رسېږي او له کلونو راهیسې خپلواکه دي.

د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د وزیر، مومند، مسود، اورکزي، شینواري، اتمانزي، اپرېدي، ملاګوري،او ځینې نور لوی قومونه پراته دي چې له کلونو راهیسې نا امنه ساتل شوي او د دغو ناامنه پاتې کیدو لامل یې هم د پاکستان حکومت پرله پسې پلمې او دسیسې بلل کیږي.

د پخواني ولسمشر سلاکاروزیر او سیاستوال شهزاده مسعود ازادۍ راډیو ته وویل پاکستان د قبایلي سیمو د «اکثرو مشرانو» په وژلو سره غواړي چې خپله دایمي هیله چې دا سیمې په کنټرول کې راولي پوره کړي.

«بدبختانه په دغو دوو لسیزو کې دا خلک په دومره وځپل شول چې په شکل د اشکالو باندې سخت کمزوري شول. ډېر زیات قومي مشران هم په شمالي او هم په جنوبي وزیرستان کې له منځه لاړل. دغه قومونه اوس اکثره له دغو سیمو مهاجر شوي هم دي او ښارونو ته تللي دي. زه فکر کوم چې اوس دوی زمینه دې برابره کړه چې د دوو لسیزو مخکې خپل پلان عملي کړي. خو که یې عملي کړي زه فکر نه کوم هغه ترهګرې ډلې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دي هغه په بشپړه توګه له دې ځایه ورکې شي.»

ښاغلی مسعود ټینګار کوي چې له پخوا د پاکستان د دغو هڅو په اړه تند عکس العمل ښودل شوی او که څه هم اوس وخت په دغو قبایلو کې پخوانی ځواک نه دی پاتې خو بیا به هم هیڅکله دا دسیسې ونه مني.

هڅه مو وکړه چې د افغان حکومت نظر هم د پاکستان د دغو هڅو په اړه واخلو خو د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت چارواکي وايي چې هڅه کوي تر هر اړخیزو سلا مشورو وروسته په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.

که پاکستان په دغه کار بریالی شي آزاد قبایل به نور د پاکستان په اداري واحد واوړي خو افغان کارپوهان او لیکوالان د پاکستان دا هڅې په کوزه او بره پښتونخوا کې د افغانانو ویشل او د افغانستان په خلاف د دې سیمې د کارولو په معنی بولي.

یوه سیاسي کارپوه ډاکټرفیض محمد ځلاند د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې که احیاناً پاکستان آزاد قبایل د یوې واحدې ادارې په توګه راولي د ډیورند لاین د رسمي کولو هڅه به یې کامیابه وي او افغانانو ته به لویې ستونزې رامنځته کړي.

« په لویه لاس دې ته داسې زمینه برابریږي چې دا دې په یوه صوبه یا په یوه ولایت باندې واوړي او یا هم د پښتونخوا صوبې یوه برخه وګرځي. که دا کار ترسره کیږي دوه ډېر بد عوامل به یې وي. یو دا چې د نړیوالو تعهداتو خلاف به یو کار وشي. د ډیورنډ د کرښې تعهدات خو په لومړي سر کې رامنځته شوي نه دي بیا که چیرته په تاریخي لحاظ باندې څه شواهد یې رامنځته کیدو ته موجود وي اوس د انګلستان حکومت له منځه تللی دی دا تعهدات باید له سره نوي شي.دویم دا چې داسې ضمانتونه نشته چې کله له دې نه یو سیاسي جوړښت رامنځته کیږي دا به د افغانستان په خلاف نه کاریږي.»

د افغان کارپوهانو په باور دا چې افغان حکومت او افغان ولس د پاکستان دا دایمي هیله چې ډیورنډ لاین رسمي بڼه غوره کړي ماته کړې ده اوس یې د دغو سیمو سیاستوال او ځینې پښتانه لیکوالان دې ته هڅولي دي چې د هغوی له شومو پلانونو ملاتړ وکړي او په عامو خلکو کې د دې خبرې د منلو ذهنیت رامنځته کړي.

دا کارپوهان وايي چې د افغان ولس د جلا کولو لپاره د پاکستان دا دسیسه به هیڅکله د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي او ان د پولې هاخوا اکثر خلک به هم د پاکستان له دغو هڅو سره جدي مخالفت وښيي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG