د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرکزي حکومت د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ په اړه مالومات پټوي


د پاکستاني سينيټ د اپوزيشن غړو تور پورې کړی چې د دې هيواد مرکزي حکومت د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي راهدرۍ په اړه له دوی څخه مالومات پټ ساتلي.

د پاکستاني سينيټ د اپوزيشن غړو تور پورې کړی چې د دې هيواد مرکزي حکومت د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي راهدرۍ په اړه له دوی څخه مالومات پټ ساتلي.

د جمعې پر ورځ د سینیټ په غونډه کې اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه وکړه چې د اقتصادي راهدرۍ په اړه له شوي پرمختګه دوی خبر کړي.

د دې په ځواب کې د سرحدونو او قبايلي چارو وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ ويلي دي چې په دې اړه به د منصوبه بندۍ وفاقی وزير احسن اقبال مالومات ورکوي خو د ده په خبره هغه دامهال له هيواده بهر دی.

تر دې وروسته د اپوزيشن غړو د سينيټ له غونډې په احتجاجي توګه را ووتل.

بلخوا تيره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر خورشید شاه پر دې مسله د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف ته په يو استول شوي خط کې ليکلي چې داسې ښکاري له پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ به ټوله ګټه پنجاب ته رسيږي.

د ده په خبره بايد وړې صوبې هم په پام کې وساتل شي. مرکزي حکومت په تيرو وختونو کې دا ډول تورونه رد کړيدي.

XS
SM
MD
LG