د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست دیني عالمانو د افغان ځواکونو ملاتړ غوښتنه وکړه


د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغانستان له دوستو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې افغان ځمکني او هوايي ځواکونه په ښه ډول اکمال او تجهیز کړي، تر څو دوی وکولای شي د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړیتا وساتي او د خلکو امنیت خوندي کړي.

د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغانستان له دوستو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې افغان ځمکني او هوايي ځواکونه په ښه ډول اکمال او تجهیز کړي، تر څو دوی وکولای شي د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړیتا وساتي او د خلکو امنیت خوندي کړي.

دوی چې د پنجشنبې پر ورځ د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې راټول شوي ول، یادونه وکړه چې د پیاوړو ځواکونو پرته د افغانستان د خلکو سر او مال نه شي خوندي کیدای.

د غونډې ویناوالو له خلکو هم وغوښتل چې د افغان ځواکونو سره په هره برخه کې همکاري وکړي، تر څو د دې هېواد عامه او د خلکو شخصي شتمنۍ له ګواښ سره مخامخې نشي.

دیني عالم مولوي اظهارالدین له هغو هېوادونو چې افغانستان سره يې په ملکي او پوځي برخه کې د مرستو ژمنې کړي وغوښتل، چې په درنو وسلو او پوځي الوتکو افغان ځواکونه سمبال کړي:

((زموږ د دیني عالمانو غوښتنه داده، چې زموږ ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه په درنو وسلو سمبال شي، هوايي ځواکونه پیاوړي شي، هغه هېوادونه چې د افغانستان د جوړولو او ابادولو له پاره يې وعدې ورکړې دي، دوی باید خپلې وعدې پوره او صادق واوسیږي.))

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې ملي ځواکونه د یو کور د چاردیوالۍ په شان دي، هر کله چې دا ځواکونه موجود وي، مخالفین نه شي کولای ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي.

د خوست د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ هم په خپلو خبرو کې د نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغان ځمکني او هوايي ځواکونه تجهیز او اکمال کړي، تر څو وکولای شي د نظام ساتنه وکړي.

ده پر ولس هم غږ وکړ، چې خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي.

یو بل تن دیني عالم مولوي محمدعارف د امنیتي ځواکونو او نظام د ګټو په اړه وویل، چې په کندز کې څو ورځې نظام نه وو، نو د خلکو مالونه چور او تالان شول او سیمه وال يې په جسماني او رواني لحاظ سخت ودردیدل.

قومي مشر ګلاب منګل وايي، که چیرې ولسونه د امنیتي ارګانونو سره رښتیني همکاري ونکړي، نو د دې هېواد ټولې شتمنۍ او لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخامخې شي.

ده وړاندې وویل، چې د ټولنې ټول قشرونه د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي:

((تر څو چې زموږ ملي پولیس، ملي امنیت قوي نشي او موږ يې ملاتړ ونکړو موږ به هر څه دلاسه ورکړي وي، بیا هم زه وایم چې موږ د دوی همکار یو، موږ ولسونه پر دوی باور لرو، ټول دیني عالمان، قومي مشران او ځوانان د خپلو امنیتي ارګانونو تر شا ولاړ یو.))

په خوست کې دیني عالمان او قومي مشران داسې مهال د افغان امنیتي ځواکونو د اکمال او د تجهیز غوښتنه کوي، چې د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې له وسله والو سره جګړې سختې شوي او د افغان ځواکونو د تجهیزولو اړتیا ډېره شوې ده.

د پوځي چارو کار پوهان په دې نظر دي که چیرې افغان ځواکونه په معاصره پوځي ټکنالوژۍ او درنو وسلو سمبال شي او د اړتیا وړ هوايي ځواک ولري، نو له یوې خوا به يې د جګړې په ډګر کې د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي او بل لوري ته به وسلوال ونه توانیږي، چې په حکومتي ځواکونو او ښارونو ډله ییز بریدونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG