د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې اکثره ځوانان غواړي چې خبریال شي


په جلال اباد کې ۴۵ هلکانو او نجونو ته د ژورناليزم په لنډ مهالي کورس کې له وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په جلال اباد کې ۴۵ هلکانو او نجونو ته د ژورناليزم په لنډ مهالي کورس کې له وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.

د ژورناليزم دغه څلور مياشتني کورس چې د ختيځې سيمو د ملي ژورنالستانو خپلواکې ټولنې له لورې جوړ شوی و، د سیشنبې په ورځ يې په دریمه دوره کې پينځه څلوښت تنه ښځینه او نارینه ځوانانو ته له زده کړو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې سندونه ورکړل.

د يادې ټولنې شیرشاه همدرد مشال راډيو ته وويل چې په دغه کورس کې يې ځوانانو ته د ژورنالیزم بیلا بیل ډولونه ښودلي دي.

(( ۴۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم په وړيا زده کړو کې وروزل شول. په دې اته تنه نجونې دي. د ژورنالیزم بنسټونه، د ژورنالیزم ژانرونه، د ژورنالیزم تاریخچه د ژورناليزم اخلاق، د ژورنالیزم اصول، خبر څه ته وايي، ته وايي، پکيج څه ته وايي، فیچر څه ته وايي، تبصره، سرمقاله، کالم لیکنه، ګردي ميزونه، مرکه او نور ... په دې کورس کې درې میاشتې تيوریکي درس و او يو مياشت کې مو ورته عملي زده کړې ورکړي دي.))

د ځوانو ژورنالستانو د فراغت دې غونډې ته د ننګرهار په يو شمير اداري چارواکو سربيره د ولایتي شورا يو شمير استازو او د مشرانو جرګې ريس فضل هادي مسلميار هم بلل شوی و. نوموړي په خپلو خبرو کې ځوان ژورنالستان دې ته وهڅول چې د ولس د ستونزو په برملا کولو کې خپل ټوله توانمندي په کار واچوي.

(( کیدای شي هغه څه چې د پردي تر شا دي او پټ دي، ولسونه ورسره مواجه دي، ستاسو په ذریع باندې رالوڅ شي، د چارواکو غوږونو ته ورسیږي او چارواکي هم خپل مسووليت ادا کړي. یا د هغه شر نه د ملت د خلاصیدلو باعث وګرځي، تاسو د هغو په وړاندې په هر قدم او هر وخت و زمان کې ودریږئ، انشاالله پر تاسو باور لرو.))

د ژورنالیزم د کورس فارغان خوشاله ول چې له وړيا زده کړو برخمن شوي دي، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: عاقله ابراهيمي:

موږ د دې لپاره ژورنالیزم ته راغلي یاستو چې هغه ښځينه چې نه شي کولای خپل غږ پورته کړي، موږ به وکولای شوو چې د هغو ستونزې نورو هيوادوالو او د چارواکو غوږونو ته ورسوو. ضیا الحق:

موږ په دغه کورس کې د خبر، فیچر، راپور ډولونه مو ولوستل، نو اوس موږ کولای شوو چې يو ابتدايي ريپوټ ولیکو، همدا رنګه فيچر او پکيج کې موږ کولای شوو چې کار وکړو.

د یادولو ده چې په دغه غونډه کې د ځوانو ژورنالستانو څخه د ختيځې سيمو د ځوانانو ژورنالستانو يوه خپلواکه ټولنه هم جوړه شوه چې یاد لنډ مهاله کورس د تيرو دورو ځوانان هم په کې تنظيم شول چې شمير تر څلورو سوو تنو پورې رسيدو.

XS
SM
MD
LG