د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ټول افغانان دې د ولسي وژنو پر ضد راپاڅي"


"ټول افغانان باید را ټول او په یوه خوله وسله والو مخالفینو او پاکستان ته اجازه ور نه کړي چې د دې ډول کارونو په تر سره کولو سره د افغانانو په منځ کې اختلافات رامنځته کړي."

په کابل کې نن سېشنبه د مدني ټولنو یو شمېر غړو په زابل ولایت کې د اوو ولسي وګړو د سرونو غوڅولو پېښه وغندله او ټينګار یې وکړ چې دې پېښي ته باید قومي رنګ ور نه کړل شي.

د مدني ټولنو فعالین چې نن د کابل په زرنګار پارککې را ټول شوي وو، وویل چې، ټول افغانان باید را ټول او په یوه خوله وسله والو مخالفینو او پاکستان ته اجازه ور نه کړي چې د دې ډول کارونو په تر سره کولو سره د افغانانو په منځ کې اختلافات رامنځته کړي.

دوی همدارنګه انتقاد وکړ چې یادي پېښي تر ډېره د افغان حکومت ترمنځ د نه همږغۍ له امله رامنځته کېږي.

هغوی په عین حال کې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونېسي او د خلکو امنیت ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په دې ورو ستیو کې اووه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول، په زابل ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یې سرونه پرې کړې دي.

پر همدې مهال د مدني ټولنو یو شمېر نوروغړو هم په یوه لاریون کې له حکومته وغوښتل چې د رخشانې او فرخندې د وژل کېدو قضیې سمې وڅېړي.

دغو فعالا نو نن په کابل کې وویل چې تر اوسه د فرخندې د وژلو عدالت نه دی تامین شوی چې په غورولایت کې د رخشانې د مرګ پېښه رامنځ ته شوه.

دوی همدا راز پر ستره محکمه نیوکه وکړه چې تر دا مهاله یې د فرخندې د قضیې په اړه خپله پرېکړه نه ده په ډاګه کړې.

دوی له افغان حکومته د دواړو قضیو د څېړلو غوښتنه وکړه.

فرخنده پروسږ کال د کابل د شاهې دو شمشیره په سیمه کې بلوه ګرو وژلې وه.

خو رخشانه په دې وروستیو کې د غور په ولایت کې له وسله والو طالبانو سره اړونده کسانو سنګسار کړې.

XS
SM
MD
LG