د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو په ختيځ کې د وسله والو ټول پلانونه شنډ کړي"


د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري
د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري

جنرال وزيري وايي چې داعش دا پلان لرلو چې د شينوارو څو ولسوالۍ په خپله ولکه کې راوړي او د جلال اباد ښار ونيسي خو په وینا يې چې دوی يې ټول پلانونه شنډ کړل.


د تېرو دریو میاشتو په دوران کې چې افغان ګډو ځواکونو د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو پر ضد عملیات پيل کړي، چارواکي وايي چې تر دې دمه يې څه باندې (۱۰۰۰) زرو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولی ده.

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې له تېرو درې مياشتو راهيسې چې د افغانستان په ختيځه سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو له لورې د دولت د مخالفو وسله والو پر ضد چاڼيز عملیات پيل کړي، لا هم دوام لري چې تر دې دمه يې په سلګونه تنه وسله وال وژلي او ټپيان کړي دي.


نوموړي وويل:

(( ډير ښه عملیات اجرا شول، تقریباً ۲۵ پټنځایونه مو له منځه یوړل، تلفات يې هم ولیدل، ۶۳۵ کسان د دوی مړه شول، ۴۱۹ تنه يې زخميان وو، ۶۰ تنه مشکوک نيول شوي دي. د دوی د هيروينو ( پوډرو) يوه کارخانه يې په همدې موده کې له منځه وړي ده. ۱۷ عرادې وسایط مو ترې نيولي، خو متاسفانه زما د قول اردو ۱۱ تنه شهيدان لرم او ۱۸ تنه زخميان شوي دي.))


جنرال وزيري وايي، داعش پلان لرلو چې د شينوارو څو ولسوالۍ په خپله ولکه کې راوړي او د جلال اباد ښار ونيسي خو په وینا يې چې دوی يې ټول پلانونه شنډ کړل.

(( داعش داسې پلان جوړ کړی و چې په اول قدم کې د شینوارو، هسکې مینې او اچين ولسوالۍ ونيسي او د جلال اباد ښار ته ځانونه ورسوي. خو خوشبختانه چې امنیتي ځواکونه بيداره وو، څنګه چې دوی خپلې حملې په سرحدي پوستو باندې شروع کړلې، موږ هلته ځواکونه ولیږل. دا دي تقريباً دوه میاشتې کيږي چې زموږ ځواکونه هلته دي او په دې دوه میاشتو کې وسله والو داسې ګوزارونه خوړل، چې هغه پلانونه يې ټول شنډ شول.))

دی وايي چې داعش وسله والې ډلې په ننګرهار کې عملاً فعالیت پيل کړي او په کونړ ولایت کې يې جلب او جذب پيل کړی او داسې پلان لري چې خپل ګروپونه راټول کړي او په کونړ ولایت په ځينو ولسواليو ډله ييز برید وکړي. خو زیاتوي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه يې پر وړاندې تیاری لري چې په کونړ ولایت کې د داعش وسله والو پلانونه شنډ کړي.
بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد

XS
SM
MD
LG