د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عبدالله : افغانان د متحده ایالاتو سره د همکارۍ د پیاوړي کېدو غوښتونکي دي


د افغانستان اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله
د افغانستان اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله

د امریکا د سنا مجلس غړیو کابل ته په خپل سفر کې یو وار بیا له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه څلور کسیزه پلاوي د یکشنبې په ورځ له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل، چې امریکا د افغانستان جګړه خپله جګړه بولي.

ښاغلي عبدالله هم وویل، چې د افغانستان خلک او دولت د امریکا د دوامداره همکاریو غوښتونکي دي.

امریکا له افغانستان څخه نه په شاه کیږي او دا هیواد د اوږدې مودې لپاره له افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکوي.

د امریکا د سنا مجلس غړیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل، چې د افغانستان جګړه د امریکا جګړه ده.

د دغه څلور کسیزه پلاوي مشرې او د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د منځني ختیځ او افریقا د چارو مسوولې میرمن لیانا روز لیتینن له ښاغلي عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل :

« متحده ایالات د افغانستان د خلکو ښه همکاران دي. مونږ به د دې اړیکو د پراختیا هڅې وکړو. مونږ به تر شاه نشو او مونږ د دغې جګړې لپاره ژمنتیا لرو ځکه چې دا زمونږ جګړه هم ده. »

درې نور سناتوران هر یو فرینچ هیل، ډونالډ نارکروس او ټیډ یوهو هم د دغه پلاوي غړي و.

دواړو لورو د خبریالانو په حضور کې په جزیاتو خبري و نه کړې.

په همدې حال کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل خبریالانو ته وویل، امریکایې پلاوي ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا ګډو اهدافو ته به رسیدګي کیږي.

د ښاغلي فیصل د معلوماتو له مخې، ښاغلي عبدالله له امریکایې سناتورانو د افغان ځواکونه د تجهیز او د غه راز د تروریزم پر وړاندي مبارزه کې د ګاونډیو هیوادونو د مرستې د جلبولو لپاره د همکارۍ غوښتننه وکړه.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله همدا رنګه امریکایې سناتورانو ته وویل، چې افغانان هم له امریکا سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

« زه تاسو ته د افغانستان د خلکو او دولت له خوا ډاډ درکولای شم چې دوی هم د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د همکاریو د تقویې غوښتونکي دي.»

له دې وړاندي هم د امریکا د کانګړس غړیو افغانستان ته سفرونه درلودل او له افغانستان سره یې د همکاریو د دوام ژمنې کړي دي.

افغانستان ته د امریکا د کانګړس د غړیو سفرونه د کارپوهانو په باور ځکه مهم بلل کیږي چې دوی په افغانستان کې د امریکا د ماموریتونو د دوام لپاره وضعیت ته په کتو پریکړه کولای شي.

XS
SM
MD
LG