د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په دریو میاشتو کې ۲۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي چې په وروستیو دریو میاشتو کې یوازې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د ۲۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې ۲۰۰ ودانیزو پروژو کارونه بشپړ شوی او پر دې سربیره شپږ نورې اساسي او لويې پروژې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د خوست ولایت چارواکي وايي چې په وروستیو دریو میاشتو کې یوازې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د ۲۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې ۲۰۰ ودانیزو پروژو کارونه بشپړ شوی او پر دې سربیره شپږ نورې اساسي او لويې پروژې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د شنبې پر ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي د یاد ولایت د حکومتي ادارو د سل ورځنیو فعالیتونو د راپور ورکوونې په غونډه کې وویل چې په دریو میاشتو کې د حکومت حساب ته ۲۳۵ میلیونه افغانۍ نوي عواید راټول شوي او په ځانګړې ډول د خوست د ښاروالۍ په عواید کې ۲۵ سلنه ډېروالۍ راغلی دی.

د راپور ورکونې په یاده غونډه کې چې د حکومتي ادارو ريیسانو، د ولایتي شورا استازیو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او متنفذینو برخه اخیستې وه، ښاغلي حبيبي په تفصیل سره د امنیتي حالت، بیارغونې او زیربناء، ښې حکومتوالۍ او د فساد سره د مخنیوي په کار کې د یو شمېر پرمختګونو یادونه

وکړه.

نوموړي خپل راتلونکې پلانونه هم وړاندې کړل او زیاته يې کړه:

((د متون خوړ پر سره به د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د یو ستر پل د جوړولو پروژه به ډېره ژر پرانیستل شي، چې تر ۹۰ میلیونه افغانۍ ډېر لګښت ورباندې راځي، د هوايي ډګر پروژې کارونه هم په پیلیدو دي، د ښاروالۍ د سړکونو او نورو برخو یو شمېر پروژې د ملي تدارکاتو کمیسیون ته تللي او د منظورۍ او پیلیدو په حال کې دي.))

حبيبي د عربي متحده اماراتو په مالي مرسته د میلیونونو ډالرو په ارزښت په نږدې راتلونکې کې په شیخ زاید پوهنتون کې د اووبیلابیلو پروژو د پیلیدو خبره وکړه.

ده وویل، څلور ودانیزې پروژې دي، دوه د پوهنتون د تجهیزاتو او وسایلو پروژې دي او اوومه هم د پوهنتون د کدري روغتون تجهیز او د فعالیت پیلول دي، چې خلکو ته به غوره خدمتونه وړاندې کړي. په خوست کې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مشر هارون مجاهد د حساب ورکوونې دا ډول ناستې او پروګرامونه ګټور بولي او زیاتوي، چې په دې سره د حکومت او ولس واټن ختمیږي او خلک پوهیږي چې حکومتي ادارې دوی لپاره کوم کارونه کوي.

د ولایتې شورا یوه غړې وږمه ارزو وايي، که چیرې دا راپور د ولس د پوره منلو وړ هم نه وي، بیا هم دا چې ولس د خپلې ځايي ادارې له کړنو خبریږي، یو ښه اقدام دی. د یادونې وړ ده که څه هم ولس ته د حکومتي ادارو د فعالیتونو په تړاو رپوټ ورکوونه د ښې حکومتوالۍ د یو اصل په توګه منل کیږي، خو بیا بل لوري ته د چارو کار پوهان د ادارو کړنې کمزورې ګڼي او وايي چې حکومتي ادارې ځانونو ته په ۱۰۰ ورځنیو کاري پلانونو کې هغه واړه کارونه په نظر کې نیسي چې د خلکو د ژوند په ښه کولو او د ښې حکومتوالۍ په راوستلو يې اغېزې کمې بلل کيږي.

XS
SM
MD
LG