د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د شړلو لوظنامه وځنډول


پاکستان پرون (جمعه) اعلان وکړ چې له بریتانیا پرته یې د اروپايي ټولنې له هيوادونو سره د غیر قانوني پاکستانيو کډوالو بیرته خپل هيواد ته د ليږلو لوظنامه ځنډولې ده.

پاکستان پرون (جمعه) اعلان وکړ چې له بریتانیا پرته یې د اروپايي ټولنې له هيوادونو سره د غیر قانوني پاکستانيو کډوالو بیرته خپل هيواد ته د ليږلو لوظنامه ځنډولې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثار علي خان پرون يوې خبرې غونډې ته وويل چې تر څو چې پاکستانيو ادارو په اروپا کې د نيول شوو پاکستانيو کډوالو په اړه خپلې پلټنې نه وي بشپړه کړي، تر هغو به دغه کډوال نه قبلوي.

نوموړي زياته کړه چې د اروپايي ټولنې هیوادونه دا مهال له دې لوظنامې څخه ناسمه ګټه پورته کوي. د نوموړې په وینا د شوې معاهدي له مخې باید یوازې هغه غیر قانوني کډوال پاکستان ته ورستانه کړل شي چې حکومت یې تصديق او نور معلومات په بشپړه توګه تایید کړي.

خو نوموړی وايي اوس د اروپايي ټولنې هیوادونه پاکستان ته خلک پرته له دې چې پاکستاني چارواکي یې تصديق وکړي ور استوي .

د پاکستان او اروبا تر منځ ياد تړون په ۲۰۱۰ م کال کې شوی وو، چې په کې ويل شوي که چېرې اروپا ته په غيرقانوني لارو تللي پاکستاني کډوال ونيول شي نو بيرته به پاکستان ته لېږل کيږي.

XS
SM
MD
LG