د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي


تېره شپه (جمعه) د افغانستان د خوست ولايت د مرکز اړوند د ډیري په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور يې له ځانه سره وړي دي.

تېره شپه (جمعه) د افغانستان د خوست ولايت د مرکز اړوند د ډیري په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور يې له ځانه سره وړي دي.

د ډیري کلي یو اوسیدونکي سیف الله نن مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه دوولس نیمې بجې په خوست کې د کمپاین ځواکونو چې بهرني سرتیري هم ورسره ول، پر یو کور عملیات وکړل چې د دې کور دوه کسان چې تره او وراره ول په کې ووژل شول او دوه نور يې له ځانه سره بوتلل.

سیف الله زیاته کړه چې له ځانګړو قوتونو سره په دې کور کې کومه جګړه او نښته نه ده شوې خو د ځانګړو ځواکونو له خوا په ډزو کې دا دواړه کسان چې یو سپینږیری وو او بل ۱۸ کلن ځوان وو، ووژل شول او دوه نور يې هم له ځانه سره یووړل.

په خوست کې د امریکا پوځ د کمپاین په نوم له افغانانو څخه جوړ پوځیان لري، چې د خوست د ډیریو سرحدي سیمو امنیت دوی پر غاړه لري. د خوست والي حکم خان حبیبي هم له رسنیو سره په ناسته کې د ډیري د کلي پيښه چې د ځانګړو ځواکونو له خوا دوه کسان په کې ووژل شول تايید کړه.

نوموړيد پيښې غندنه وکړه او د یاد ولایت خلکو او د وژل شویو کسانو کورنیو ته يې ډاډګیرنه ورکړه.

ده وویل، چې د خوست د ولایت مقام د مرستیال په مشرۍ يې د پيښې د څیړنې لپاره د امنیتي ادارو له استازو څخه جوړ پنځه کسیزه پلاوی ټاکلی، چې یاد پلاوی دا مهال د پيښې په ځای کې دی، تر څو دا مسله په دقیق او جدي ډول وڅیړي او راپور يې د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریک کړي. د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې یادو ځواکونو د خوست د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات کړي ول، چې په ورته توګه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG