د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېم ار ډي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونډه (وروستۍ برخه)


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالرحیم مندوخېل په ۱۹۸۶ز کال کې د ملتان یوې لویې جلسې ته د وینا پر مهال.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالرحیم مندوخېل په ۱۹۸۶ز کال کې د ملتان یوې لویې جلسې ته د وینا پر مهال.

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د جمهوریت نننۍ خپرونه له تېرې هغې سره تړلې ده. په دې خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان پخواني پوځي واکمن ضیاالحق پر ضد د جمهوریت بحالۍ تحریک څومره موثره وو؟ پر اوږدو مبارزو او تحریکونو چلولو سربېره د پاکستان او افغانستان مېشته پښتانه له بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ دي؟ د پښتنو ملتپاله ګوندونو مبارزې وکړې خو ولې یې د ولس پوره باور نه دی تر لاسه کړی؟ له دې سره چې ټول مقاصد نه دي تر لاسه شوي، ایا جمهوري سیاست مهم دی او ګټور ثابتېدای شي او که نه؟ په ننني دور کې د پښتنو ملتپاله ګوندونو د سیاست طریقه په څه ډول پښتونمېشته سیمو ته د هغوی سیاسي او اقتصادي حقونه ورکولای شي؟

د اېم ار ډي په نوم په تحریک کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ونډې په اړه دا د خپرونو لړۍ وروستۍ برخه ده چې پکې مو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له دوو مخکښانو او غړو رضا محمد رضا او وطنپال، او د بي بي سي له خبریال، څېړونکي او شنونکي داود اعظمي سره خبرې کړې دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په اېم ار ډي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونډه (وروستۍ برخه)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG