د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیمرا امر: د ناقانونه ډلو خپرونې و نه چلوئ


که یوې خبري رسنۍ هم د پیمرا په دې حکم عمل ونکړو نو د هغې ادارې د لایسېنس ختمولو سره سره به ورته سزا هم ورکول کیږي.

د پاکستان حکومت نشریاتي ادارو ته خبرداری ورکړی چې د ناقانونه تنظیمونو اشتهارات دې نه چلوي او د هغوی ویناګانې او پروګرامونه دې نه خپروي. په خبرداري کې دا هم ویل شوي که یوې ادارې له حکومتي حکمه سرغړونه وکړه نو پر ضد به یې سخته کاروايي کېږي.

په اسلام اباد کې د ګل په ور‎ځ د نشریاتو نظم قامي ادارې پیمرا «پاکستان میډیا ریګولېټري اتارټي» د هېواد ټولو ټي وي چېنلونو او راډیو سټېشنونو ته حکم جاري کړی چې د ۷۲ ناقانونه ډلو ته دې په خپلو خپرونو کې ځای نه ورکوي. په دغه ډلو کې د جماعت الدعوا، فلاح انسانیت فاونډېشن او لشکر طیبه په ګډون نور ګڼ تنظیمونهشامل دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پیمرا یو چارواکي وویل چې پیمرا ټولو ټي وي او ایف ایم ريډیو سټېشنونوته ویلي دي چې هغوی د ناقانونه ډلو لخوا د چندې راغونډولو لپاره د اشتهاراتو له خپرولو ډډه وکړي. او له دې سره سره د پیمرا۲۰۰۷ م کال ترمیمي قانون د ۲۷ مې برخې له مخې یوه نشریاتي ادارههغه پروګرامونه نشينشرولیچې پکې د کرکې خورېدو ویره وي او د امنیت وضعې ته ترې زیان رسي.

د نوموړي په وینا که یوې ادارې د پیمرا په دې حکم عمل ونکړو نو د هغې ادارې د لایسېنس ختمولو سره سره به ورته سزا هم ورکول کیږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ریټایرډ کرنل خالد منیر د پیمرا پر پرېکړه په په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د ژوند په هره څانګه کې د پانګې راټولو اړتیا وي او په پاکستان کې په مختلفو طریقو چندې راغونډېږي نو د پیمرا دا ښه فیصله ده خو پکار دا ده چې د چندو راټولولو نورې لارې هم وڅارل شي:

((( که پوځ دی او ترهه ګر دي هرچا ته ټوپک هم پکار دی او مرمۍ هم. نو د چندې بغیر خو دا هر څه ممکن نه دي او د پانګې پرته خو جنګ هم نه کېږي نو که دوی ته د چندو او پانګې راټولولو لارې ودرول شي نو ډېر فرق به پرېوځي خو نن سبا چې حکومت کومه خبره کوي چې له بهر ملکونو څخه چندې راروانې دي نو ټیک ده له بهر ملکونو خو راځي خو دا موږ چې د سرسایې، خیرات او د څارویو د څرمنو په ځاندره کې مدرسو ته چنده ورکوو او هېڅ مالومات یې نه لرو چې دا پيسې په څه کارول کېږي نو باید چې حکومت دې اړخ ته هم پام وکړي ))))

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو یو بل څېړونکی سید نذیر بیا وايي، تر هرڅه وړاندې باید د تندلاري سوچ او فکر مخه ونیول شي:

((( د پاکستان په حکومت باندې له بهره فشار دی چې د ترهه ګرۍ پرضد اعلان شوې قامي تګلارې مطابق دې د ناقانونه ډلو پر ضدکاروايي وکړي نو په دغه وجه یې اوس دا فیصله وکړه چې د دوی په چندو دې بندیز ولګول شي نو په پاکستان کې چې دا څومره ډلې دي. دوی ته له بېلا بېلو لارو پانګه راټولېږي، یوه لار د خیراتونو ده او دویمه لار یې دا ده چې د هم دې سوچ خلک ورته چندې ورکوي نو تر څو چې د دغه سوچ خاتمه نه وي شوې تر هغه د دوی د چندو او پانګې راټولو لاره نشي نیول کېدلی)))

د پیمرا په وینا چې د دوی دا حکم د ترهه ګرۍ پر ضد د حکومت د قامي کړنلارې له مخې ورکړی دی چې موخه یې د ترهه ګرۍ مخنیوی دی.

XS
SM
MD
LG