د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بارانونو او واورې ورېدو لړۍ روانه ده


اسلام اباد - د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ژمي بارانونو لړۍ پیل شوې.

په کاغان او ناران کې واورو لارې تړلې دي چې له کبله یې زرګونه سیلانیان هلته ایسار دي.

د موسمیاتو ادارې یوه چارواکي مشتاق شاه پر ګل یا دوشنبه مشال راډيو ته وویل، په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې به د بارانونو روانه لړۍ د نهې یا سې شنبې تر ورځې روانه وي.

دی وايي، تر اوسه پر غرونو دوه فوټه واوره ورېدلې ده او امکان دی چې شاوخوا ۱۲ انچه نوره واوره هم وشي.

دی وايي، هغه خلک چې چترال، کالام، کوهستان، کاغان او ناران ته ځي نو په پام کې دې ولري چې د اکتوبر تر ۲۷مې ښايي لارې تړلې وي نو هلته دې نه ځي.

هلته په بنو او نورو ښارونو کې د قبایلي سیمو مېشت کډوال هم بارانونو اغېزمن کړي دي او باراني اوبه یې خیمو ته ننوتې دي.

د طبیعي یا قدرتي ناورینونو انتظام صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وايي، کاغان او ناران ته تلونکې لار د پاکولو لپاره د پاکستان پوځ او د فرنټییر ورکس ارګنایزېشن کارکوونکي بوخت دي او له لارې شاوخوا واوره پاکوي.

د دې ادارې د مطبوعاتي دفتر یوه چارواکي لطیف الرحمان مشال راډيو ته وویل، په شپږو ځایونو کې لاره بنده شوې وه چې اوس دوی خلاصه کړې ده.

هلته په ناران کې یوه سیلاني شهزاد الدین وویل، په سیمه کې دننه ((لږ تر لږه ۳۰۰۰ سیلانیان بند پاتې دي.))

له تېرو څو ورځو راهیسې د بارانونو ورېدو له کبله په سیمه کې موسم بدل شوی دی او په مانسهرې کې د کمر ښوېیدو پېښه هم شوې چې پکې مرګ ژوبله نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG