د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نهم او لسم محرم جلوسونو لپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي


په ټول ملک کې د نهم او لسم محرم د جلوسونو له کبله د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي ، په لويو او وړو ښارونو کې د جلوسونو لارې د هر قسمه تګ راتګ لپاره بندې کړې شوي ، دې سره سره د امنيت وضع ټينګ ساتلو لپاره د ملک بيلا بيلو برخو کې د موټرسائيکل په غبرګه سورلۍ بنديز لګول شوی او په حساسه سيمو کې د موبایل سروس هم بند کړل شوی دی.

په ټول ملک کې د نهم او لسم محرم د جلوسونو له کبله د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي ، په لويو او وړو ښارونو کې د جلوسونو لارې د هر قسمه تګ راتګ لپاره بندې کړې شوي ، دې سره سره د امنيت وضع ټينګ ساتلو لپاره د ملک بيلا بيلو برخو کې د موټرسائيکل په غبرګه سورلۍ بنديز لګول شوی او په حساسه سيمو کې د موبایل سروس هم بند کړل شوی دی.

د پېښور ښار دننه د جلوسونو پرمهال د امنيت وضع ټينګ ساتلو لپاره د پورته کړی شوو ګامونو په اړه د سي پي او دفتر يو چارواکي عالم شېر مشال رېډيو ته د جمعې په ورځ ووئيل چې د څه بدې پېښې مخنيوي لپاره هر ممکن ګام پورته کړل شوی دی.

نوموړي زياته کړۀ چې د کېمرو له لارې د جلوسونو څارنه کېږي، له يو جلوس سره تر یو زرو زيات امنيتي اهلکار موجود وي او لاره له وړاندېد بم ډسپوزل سکواډ اهلکار پاکوي او له هغه وروستو جلوس ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

له دې سره سره کرمه ايجنسۍ په ګډون قبایلي او نيمه قبايلي سيمو کې هم د محرم الحرام د جلوسونو لپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړې شوي دي

د مشال ځائي همکار په وېنا چې په کرمه ايجنسۍ کې شاوخوا درې نيم سوه امام باړود امنيت لپاره د ايف سي او ليويز ځواکونو سره سره د پاک فوځ ځوانان هم موجود دي.

دې سره سره پاک افغان پُوله د هرقسمه تګ راتګ لپاره بنده کړې شوې ده ،ښار ته د عام اولس په تګ بندېز دی او پاړه چينار نه وتونکي ټولې لارې هم بندې کړې شوي دي.

د کوئټې د پوليسو مشر امتياز شاه په وېنا د محرم الحرام پر مهال پينځه زره امنيتي ځواکونه به د ښار دننه موجود وي او د کېمرو او جازونو د لارې به هم د جلوسونو څارنه کېږي.

دغه رنګ کراچۍ کې د محرم الحرام پرمهال د موبائل سروس بند ساتلو سره سره د جلوسونو لارو باندې په تګ راتګ هم بندېز لګول شوی دی.

د کراچۍ د آئي جي آپرېشن د دفتر يو چارواکي عامر مشال راډيو ته ووئيل چې د جلوسونو د څارنې لپاره د پوليسو سره سره رينجرز هم تعينات کړل شوي دي او موبائل سروس به د شپې اته بجو پورې بند وي.

(( د جلوس ټولې لارې بندې کړې شوي دي ، رينجرز او پوليس دواړه دغلته موجود دي او په کومو لارو چې جلوسونه تېرېږي هغه د وړاندي نه بم ډسپوزل سکواډ او د تربيه کړل شوي سپو د لارې کتل شي ))

د يادونې وړ ده چې د زيارت په ورځ د بلوچستان د کچي ضلعې د تحصیل باګ چيلګري سیمه کې کاظميه امام باړه باندې يو ځانمرګي برید کې يوولس تنه وژل شوي او لسو نه زيات ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG