د لاسرسي ځای

تازه خبر

“خېبر ایجنسۍ کې پاکستانيو جنګي الوتکو ۲۱ وسله وال وژلي”


د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د پنجشنبې پر ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي، چې د دې هېواد جنګي جټ الوتکو د خيبر ايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيرا په راجګل کې د وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي، چې لږ تر لږه ٢١ وسله وال پکې وژل شوي دي.

که څه هم پوځ په دغو هوايي بريدونو کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې، خو تر دې دمه يې لا د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د پوځ مطبوعاتي څانګه همداراز ادعا کوي، چې په هوايي بريدونو کې يې د وسله والو ٥ مرکزونه هم له منځه وړي دي.

په عين حال کې د خيبر ايجنسۍ يوه باخبرې ځايي سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې جټ الوتکو د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې بمباري کړې، خو په دغو سيمو کې د ټليفوني شبکو د بندښت له امله پکې د وژل شويو د کره شمېر په اړه څه نه شي ويل کېداى.

راجګل ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته سيمه ده، چې پاکستانيو ځواکونو پکې له تېر يو کال راهيسې د خيبر ټو په نامه پوځي عمليات پيل کړي او د پراخو برياوو ادعا پکې کوي.

په عين حال کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ادعا کړې، چې د دې هېواد بې پيلوټه الوتکو "براق" ډيورډ کرښې ته څېرمه په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې ګڼ شمېر مشکوک وسله وال پکې وژل شوي، خو د هغوى د کره شمېر او هويت په اړه يې لا څه نه دي ويلي.

دا لومړى ځل دى، چې د پاکستان بې پيلوټه الوتکو په جنوبي وزيرستان کې د شپې پر مهال د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي.

تر دې مخکې دغو الوتکو په لومړي ځل په تېره مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو يو مرکز په نښه کړى و، چې د٣ وسله والو د وژلو ادعا پکې شوې وه.

د پاکستان پوځي مقاماتو په داسې وخت کې په خيبر ايجنسۍ او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو د وژلو خبرونه خپاره کړي، چې د دې هېواد وزیر عظم نواز شريف په واشنګټن کې له امريکايي چارواکيو سره په سيمه کې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې په ګډون په يو شمېر نورو مساېلو په خبرو بوخت دى.

که څه هم پاکستانيو ځواکونو د تېر کال له جون راهيسې په بېلابېلو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه په پيل شويو عملياتو کې، چې تر دې دمه روان دي د پراخو برياوو ادعا کړې، خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه د هغوى د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG