د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم نواز شریف واشنګټن ته روان شوی

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د امريکا په درې ورځنۍ دوره واشنګټن ډي سي ته روان شوی دی. نوموړي ته د دې دورې بلنه د امريکا ولسمشر باراک اوباما ورکړې وه.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د امريکا په درې ورځنۍ دوره واشنګټن ډي سي ته روان شوی دی. نوموړي ته د دې دورې بلنه د امريکا ولسمشر باراک اوباما ورکړې وه.

د خپل واک پر مهال دا دوهم ځل دی چې نواز شريف له امريکايي چارواکو سره د ليدو لپاره دې هيواد ته رسمي سفر کوي. تر دې وړاندې نوموړی د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر مياشت کې تللی و.

د وزيراعظم هاوس لخوا په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې نواز شريف به له باراک اوباما، د امريکا له مرستيال ولسمشر جو بايډن او د دې هيواد له يو شمېر وزيرانو سره د دواړو هيوادونو پر اړيکو سربېره پر يو شمېر نورو اړونده چارو خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې چې د افغان سولې بهير به د دواړو لوريو تر منځ د ليدو يوه مهمه موضوع وي ځکه څو ورځې واندې اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ايسارېدو د مودې غځولو پر مهال په وينا کې ويلي و چې واشنګټن ته د نواز شريف د سفر پر مهال به پر نوموړي ټينګار وکړي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

پاکستان له امريکا څخه د مرستو په مد کې د ۲۰۰۹م کال راهيسې څلور اعشاريه شپږ اربه ډالره تر لاسه کړي دي.

ټاکل شوې چې امريکا به په ۲۰۱۶م کال کې پاکستان ته څه باندې ۷۹۴ ملينه ډالره نور ورکړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG