د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې


په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح په نامه يوې خيريه ټولنې د جنګونو له امله بې ځايه شويو دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو او د کورني استعمال د لوښو مرسته وکړه.

په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح په نامه يوې خيريه ټولنې د جنګونو له امله بې ځايه شويو دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو او د کورني استعمال د لوښو مرسته وکړه.

تيره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د جمعيت اصلاح په نوم يوې خيريه ټولنې په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د جنګونو له امله بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې د ټولو په خاطر کيمپونه لګولي وو چې د سیشنبې په ورځ يې د کوټ، اچين، هسکې مینې او پچيراګام ولسواليو دوه سوه کورنيو باندې د خوراکي توکو تر څنګ د کورني استعمال لوښي وويشل.

د یادې ټولنې يو تن مسوول عبدالرحيم صراف د مرستو د ويشلو پر مهال خبريالانو ته وويل:

(( شپږ لکه افغانۍ راجمع شوې شوې چې موږ شل قلمه مواد د جنګ ځپلو او بې ځایه شويو کورنيو لپاره برابر کړي چې په دې کې غوړي دي، وړه دي، مالګه ده، لوبیا دي، شپږ جوړه جامې دي چې درې د زنانه او درې د مردانه دي، او د کور لوښي دي چې په هغې کې درې کاسې، درې پليتونه، دیګ دی، څمڅۍ ده، پيالي دي. دا تقریباً د څلور زره افعانيو پيکج دی چې دوه سوه کورنيو ته به يې ورکوو.))

هغه بې ځايه شوې کورنۍ خوشاله شوې چې له يادو مرستو څخه برخمنې شوې وې خو له حکومت نه غواړي چې په سيمه کې يې امنیت تامین کړي چې دوی خپلو کورنو ته ستانه شي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زما نوم حبیب الله دی، د مشر خان زوی یم، د اچين ولسوالۍ اوسیدنکی یم او اوس د جلال اباد په چکنوريو کې اوسيږو. موږ سره تر دې دمه کومې مرستې نه دي شوي، اوس جمعيت اصلاح مرسته وکړه چې موږ ترې ډير خوشاله یو. له حکومت نه غواړو چې زموږ په سيمه کې امينیت راولي، چې موږ بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شوو. ماشومان مو مریضان دي، سرپناه نه لرو او ډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخ یو.))

(( زرین ګل مې نوم دی، له دې کمک نه ډير خوشاله یو، غریب خلک يو، له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخ يو، باید چې موږ سره کمک وشي.))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صمیم په خپلو خبرو کې د یادې ټولنې د خيريه کارونو د ستايلو تر څنګ په ملي سوداګرو غږ وکړ چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.

((دا مرسته به د يوه پيغام په توګه باندې له نورو افغانانو، ننګرهاریانو او ملي سوداګرو په زړونو کې د رحم اوبه تويې کړي، او هغه مسووليت چې د خپل لويدلي، پرځيدلي، افغان مسلمان ورور په وړاندې يې لري، ادا کړي. او دغه نقل و حرکت چې جمیعت اصلاح پيل کړی، دعا کوم چې دا عام شي.))

د جمعیت اصلاح ټولنې مسوولين وايي چې دوی چې په نورو ولایتونو کې د يوې اوونۍ په دوران کې څومره مرستې راټولې کړې وې، هغه د کندوز ولایت بې ځایه شويو کورنيو ته رسوي او دوی به هم د

دوه لکه افغانيو درمل اخلي او کندوز ولايت ته به يې ورسوي.

XS
SM
MD
LG