د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال مستري اټوماټیک ور جوړ کړی


په خوست کې د فیض الله په نوم د میخانیکي انسټيټیوټ یو زده کوونکي داسې دروازه جوړه کړې، چې د توپک ډز او د چاودنې د غږ په اوریدو سره زغرده پخپله وتړل شي او ودانۍ ته د بریدګرو ننوتو مخه نیسي.

اتلس کلن فیض الله چې د برېښنا څانګې په لسم ټولګي کې زده کړې کوي، وايي چې دا کار يې د بانکونو، شرکتونو او نورو مهمو ځایونو دامنیتي تدابیرو د لاپیاوړي کېدو په موخه کړی دی.

فیض الله په یوې داسې نیمه تحصیلي موسسه کې زده کړې کوي، چې له جوړیدو يې ۵۸ کاله تېر شوي، خو معاصره ټکنالوژي په کې نشته او تر اوسه هم په کې هغه پخواني د روسي جیپ موټرونو ماشینونه نصب دي او زده کوونکي يې د عملي زده کړو پر مهال غوروي، چې اوس په ښار او بیدیا کې نه تر سترګو کیږي.

فیض الله وايي هر کله چې بریدګر وغواړي کومې ودانۍ یا ادارې ته ننوځي، نو په طبعي توګه اول وار ساتونکو سره نښته کوي، کله چې په دې حالت کې ډزې کیږي، نو د ده په نوښت جوړه شوې دروازه لاس په لاس تړل کیږي او بریدګر نشي کولای، چې خپلې موخې ته ننوځي.

((دا یوه داسې دروازه ده، چې یوه کمپني ده، شرکت دی، یا ملي او خصوصي بانک دی، نو هلته له جنایتکارانو سره د ډزومهال د بریدګرو پرمخ ور پخپله زغرده وتړل شي. یانې په وره کې لګول شوې اله د چاودنې شور اوري، نو انعکاس کوي او زغرده به وتړل شي.))

نوموړی وايي، چې دا کوچنۍ دروازه یوه بیلګه او سېمپل دی، که چیرې شرکتونه وغواړي لويې دروازې جوړې کړي او ده ته يې تخنیکي امکانات برابر کړي، نو کولای شي په لوی سایز او اساسي ډول دا کار سرته ورسوي.

د میخانیکي انسټیټیوټ زده کوونکی فیض الله وړاندې وايي، چې په راتلونکې کې د ماشومانو له پاره د یوې داسې زانګو د جوړولو پلان لري، چې د ماشوم له ژړا سره به په خپله زنګول پيلوي.

د فیض الله یو تن ټولګیوال وايي، چې په دې انستیټیوټ کې ښه استعدادونه شته، خو امکانات او پرمختللې ټکنالوژي په کې نشته.

د خوست د میخانیکي انسټیټیوټ سرپرست امر عزیز اعتمادي وايي، چې د نجاری شعبې یو تن زده کوونکي د لرګیو څخه یو ډېر ښایسته وداني جوړه کړې ده او دوی په پام کې لري، چې د میخانیکي ښوونځیو د راتلونکې نندراتون له پاره لږ تر لږه پنځه ډول خپل تولیدات هم نندارې ته وړاندې کړي.

د محبت الله حمزه په نوم د ماشین کارۍ د شعبې یو تن ښوونکی افغاني زده کوونکي د یو کان سره تشبیه کوي، چې استعدادونه يې سپړلو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده خوست انسټيټوت چې د فعالیت ۵۸ کلنه مخینه لري، د ماشین کارۍ، برق، ترمیم موټر، نجاري، ساختمان او کمپیوټر ساینس په شپږو څانګو کې يې زده کوونکي پر نیمه لوړه زده کړو بوخت دي.

د دې انسټيټوټ ډیری فارغان په ښار کې د برق، ماشين کارۍ او د موټرو د ترمیم ورکشاپونه لري او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا دي.

XS
SM
MD
LG