د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې مو د پښتو نومیالي شاعر عبدالرحیم روغاني د برتانیې سفر او هلته د نوموړي په درناوي د شویو غونډو حال راوړی دی.
روغانی وايي، په برتانیا کې یې څلور نیمې میاشتې تېرې کړې او په ګڼو غونډو کې یې برخه واخیسته. په غونډو کې نوموړي خپل شعرونه واورول، خبرې یې وکړې او د خپلو کتابونو ګڼې یې ووېشلې.
روغاني په یوه غونډه کې د اعتدال یا منځلاریتوب په اړه یوه قطعه وویله چې داسې ده:
ای د اعتدال دښمنه ځان دې خوار و زار کړ
ستا د انتها نتیجې، سپورې ووتې
شه داخل په دین کې دومره، څومره چې په کار وي
ته دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتې
د روغاني نورې خبرې، شعرونه او سندرې په خپرونه کې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.