د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ امن لوبې


د پاکستان اولمپک اتحادیې مرستیال مشر او د خېبر پښتونخوا د لوبو پخوانی وزير سيد عاقل شاه وايي، د اتوار په ورځ یې په پېښور کې له افغان کونسل جنرل سره د لیدو مهال پر دې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ولسونو خپلولي زیاتولو لپاره به بېلا بېلې خپلمنځي لوبې کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ښاغلي شاه زیاته کړه چې ددې لپاره به د پاکستان اولمپک اتحادیه ډېر ژر افغانستان ته یوه رسمي ولېږي.

د عاقل شاه وینا وه، ښايي «امن لوبې» به د راتلونکې کال د مارچ میاشتې په وروستیو او یا د اپرېل په لومړنیو کې پیل کړي. شورو کښې وشي او دا چې دې کښې به کومې کومې لوبې د نوموړي په خبره د دې لپاره به د دواړو هېوادونو کمېټیانې ناسته کوي او هغوی به پنځه، پنځه لوبې په ګوته کوي.

د افغانستان کونسلګرۍ مشر سید محمد ابراهيم خېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د دې لوبو تر شا هېڅ سیاسي موخه نه لري بلې یوازنۍ هڅه یې د دواړو ملکونو ولسونه یو بل ته نژدې کول دي.

دی زياتوي چې افغانستان د پاکستان په وړانديز رضا دی او له رسمي بلنې پس به د نېټې او لوبو وروستۍ پرېکړه کېږي.

د ویلو ده، د امنيتي حالاتو له کبله له تېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان کرېکېټ نړیواله لوبډلې پرته هېڅ یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره نه ده تللې. دې وضعې ته په کتو پاکستان غواړي چې د لويو جهاني لوبډلو پرځای وړې لوبډلې خپل وطن ته وربولي چې د لوبو خپل شاړ مېدانونه، ودان کړي.

XS
SM
MD
LG