د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د محرم پر مهال پر افغان او قبایلي کډوالو بندیز ولګېدی


 Muharram security in Khyber Pukhtonkhwa
Muharram security in Khyber Pukhtonkhwa

پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت د محرم پر مهال د ماتمي جلوسونو ځایونو ته د افغان ګډوالو او له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو پر تګ راتګ بندیر لګولی دی.

پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت د محرم پر مهال د ماتمي جلوسونو ځایونو ته د افغان ګډوالو او له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو پر تګ راتګ بندیر لګولی دی.

د خیبر پښتونخوا د حکومت چارواکي وايي چې دا ګامونه یې د محرم پر مهال د امنیت ساتلو په موخه اخیستي دي.

د قبایلي سیمو د وکیلانو د اتحادیې مشر اعجاز مومند مشال راډیو ته وویل چې د قانون له مخې پر خلکو بندیز غیر ايیني دی او دوی د پاکستان اوسېدونکي دي او اختیار لري چې هر ځای ته تګ راتګ وکړي.

خو د حکومت چارواکي وايي چې د قانون له ۱۴۴ مادې سره سمپه داسې مخصوص حالاتو کې د ضلعې حکومت د ځېني مخصوصو ځایونو په اړه اختیار لري چې پر خلکوبندېز ولګوي.

د پېښور د پولیسو مشر سجاد مشال راډیو ته وویل چې یوازې پر ګډوالو د تګ راتګ بندېر نه دی بلکې د جلوسونو شاوخوا ځایونو کې د ځايي خلکو پر غیرې ضروري تګ راتګ هم بندېر دی.

د پېښور د پولیسو د مشر لخوا لګول شوي بندیزد۱۴۴قانون تر مخه پر موټر سایکل او د تورو ښیښو پر موترو هم بندیز دی.

په دې اړه نور تفصیل د شبیر احمد جان په رپوټ کې واورئ

په پېښور کې د محرم پر مهال پر افغان او قبایلي کډوالو بندیز ولګېدی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG