د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کلاسیف الله د تښتول شوو کسانو ویډیو خپره شوه


ډېره اسماعیل خان: د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمېکلا سيف الله څخه د تښتول شوو شپږحکومتي کارکوونکو ويډيو خپره شوې ده.

ډېره اسماعیل خان: د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمېکلا سيف الله څخه د تښتول شوو شپږحکومتي کارکوونکو ويډيو خپره شوې ده.

دا ویډیو په جنوبي وزيرستان کې د تحريک طالبان مسود ډلې خپره کړېده په کوم کې چې تښتول شوو کسانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی د خلاصون لپاره دي هلې ځلې وکړي.

وسله وال طالبان وايي چې دا حکومتي کارکونکي به د خپلو هغو څلور ملګرو په بدل کې خوشي کړي چې دا وخت په جيل کې دي.

په ویډیو کې ښودل شوي کسان د روان کال د سپټمبر پر دیارلسمه نېټه له کلاسیف الله څخه تښتول شوي وو.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د سړي تښتونې داسې یو شمېر نورې پېښې شوې دي چې وروسته یې تښتول شوي ځینې کسان وژل شوي خو زیاتره خوشي شوي دي.

په خوشي شوو کسانو کې بیخي لږ دا مني چې دوی چېري ساتل شوي وو او څه ډول د پیسو په بدل کې خوشي شول.

پاتې کسان له خوشي کېدو وروسته یا خو پر دې موضوع خبرې نه کوي او یا هم وايي چې دوی د جرګو مرکو په پایلو کې راخوشي شو.

تر اوسه په بلوچستان کې د یو شمېر مهمو حکومتي چارواکو او مشهورو ډاکټرانو تر څنګ ډېر کسان تښتول شوي او بیرته خوشي شوي دي.

په دې اړه تفصیل د سېلاب محسود په رپوټ کې واورئ

له کلاسیف الله د تښتول شوو کسانو ویډیو خپره شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG