د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش د تېلو تور سره د خپل تور بیرغ لوړلو لپاره کاروي


برتانیوۍ فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل تحقیقاتي رپورټ کې ویلي، په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمه د تېلو پیداوار لپاره مشهوره ده او دا ډله د تېلو خرڅلاو له لارې د خپلو وسله والو فعالیتونو او جګړې لپاره پیسې برابروي.

برتانیوۍ فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل تحقیقاتي رپورټ کې ویلي، په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمه د تېلو پیداوار لپاره مشهوره ده او دا ډله د تېلو خرڅلاو له لارې د خپلو وسله والو فعالیتونو او جګړې لپاره پیسې برابروي.

په لیکنه کې راغلي، نړیوال اېتلاف د اسلامي دولت ډلې د تېلو کاروبار خپل لومړی او مهم هدف ګرځولی خو پر دې سربېره د تېلو تجارت بې له خنډ او ځنډه روان دی.

فنانشتل ټایمز ورځپاڼه وايي، ((تېل د اسلامي دولت ډلې لپاره تور سره دي چې د دوی د تور بیرغ لوړولو لپاره امکانات برابروي.)) له دې تېلو دا ډله خپلې جګړې ته پیسې برابروي، برېښنا تر لاسه کوي او پر خپلو ګاونډیو د برلاسي کېدو لپاره ورته اسانتیا ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، له تېر کال راهیسې امریکا د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو بمبارۍ کوي خو له یوه ستونزمن حالت سره مخامخه ده. د دوی لپاره ستونزه دا ده چې دوی د اسلامي دولت ډلې د تېلو تجارت مخنیوي لپاره باید په یوه داسې ډول کار وکړي چې په هغه سیمه کې د مېشتو ۱۰ میلیونه ولسي وګړو ژوند اغېزمن نه شي.

فنانشل ټایمز د خپل رپورټ لپاره له لسګونه شامیو سوداګرانو، د تېلو له انجینرانو او له غربي استخباراتي چارواکو سره مرکې کړې دي او وايي د اسلامي دولت ډلې د تېلو کاروبار د هېوادونو تېلو صنعت ته ورته دی. دا ډله مسلکي کسان په دندو ګماري چې پکې د تېلو انجینران، روزونکي او منتظمین شامل دي.

ورځپاڼه د سیمه ییزو سوداګرانو او انجینرانو په اټکل وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډله په تر خپل واک لاندې سیمه کې هره ورځ له ۳۴ زره تر ۴۰ زره پورې بیرله تېل پیدا کوي. هر بیرل تېل له ۲۰ تر ۴۵ امریکايي ډالره خرڅوي او په دې ډول د ورځې یو نیم میلیون امریکايي ډالر ګټي.

د شام په حلب کې د ولسمشر بشار الاسد ضد یاغیانو یوه قومندان ورځپاڼې ته ویلي، ((دا حالت دوی ژړوي.)) دې قومندان چې نوم یې نه دی ښودل شوی له اسلامي دولت ډلې ډیزل اخیستي ول او وايي، له دوی سره ((بله لار نشته ځکه چې د دوی انقلاب د بې وزله یا غریبو خلکو انقلاب دی او داسې بل څوک نشته چې دوی ته تېل ورکړي.))

فنانشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د اسلامي دولت ډلې د تېلو دا ستراتیژي له مودې راهیسې عملي کېده.

په ۲۰۱۳ز کال کې چې دې ډلې په شام کې سر پورته کړ او تر دې مخکې چې د عراق موصل ونیسي، د داعش مشرانو، د دوی په وینا، د اسلامي دولت یا خلافت لپاره تېل د امسا په توګه د کارولو نظر درلود او د دوی شورا تېل د خپلو وسله والو فعالیتونو او د خپل وجود لپاره بنیادي شی بللی وو.

XS
SM
MD
LG