د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دوه مشکوک وسله وال وژل شوي، اوه نيول شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې يې د پلټنو پر مهال اوه تنه وسله وال د سپکو او درنو وسلو سره نيولي او دوه تنه يې وژلي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې يې د پلټنو پر مهال اوه تنه وسله وال د سپکو او درنو وسلو سره نيولي او دوه تنه يې وژلي دي.

د ننګرهار امینه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د پنجشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې د وسله والو پر ضد د دوی پلټنې دوام لري چې تيره شپه يې د يوه پاکستاني په شمول اوه تنه وسله وال نيولي او او دوه تنه يې وژلي دي. نوموړي وویل:

(( یو تن پاکستانی طالب د مومندرې په ساحه کې زموږ پولیسو بل فعل نيولی دی. هغه سره يو ميل پيکا، يو ميل راکټ انداز، یو ميل کلاشینکوف، د مخابرې تجهیزات، مهمات، د هاوان مرمۍ او شاجورونه نيول شوي دي. ))

همدا رنګه د غني خيلو په سیاچو سیمه کې شپږ نفره وسله وال ژوندي نيولي دي، دوه تنه يې وژلي دي، له هغوی سره يې شپږ ميله کلاشینکوفونه دوه میله تفنګچې او نور تجهیزات نيول شوي دي.

امنیتي چارواکو د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال هغه ځوان هم د خبريالانو په وړاندې درولی و چې د خیبر پښتونخوا له سوات سره تعلق لري او اوس له خپلې کورنۍ سره د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند چاردهي سيمه کې میشت دی، له ډول ډول وسلو سره چې په يوه ټیکسي موټر کې ځای په ځای شوې وې نيول شوی و. دغه ځوان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ټیکسي په خاطر سپور شوی و چې د ګړباوې کلي ته ځان ورسوي. دی وايي:

(( زما نوم عباس دی، د سوات يم، افغانستان ته رامهاجر شوی یم او په چاردهي کې اوسيږم. مارکو کې ولاړ وم، دا ټیکسي راغلو ويلې ګواباوې ته ځم، بس ده سره وختم. مخکې چې لاړو لار بنده وه، ما ورته وويل چې ما دلته ښکته کړئ، خو هغوی راته وويل چې موږ تا په بله لاره رسوو، چې لږ نور هم ښکته لاړو، د تورخم له اړه ګاډو ټکر کړی و. په دې وخت کې ملي پوليس راغلل، هغوی تپوس وکړو چې ګاډي د چا دی، ډريور او هغه بل تن ځانونه ورک کړل، او زه پوليسو ونيولم. په ګاډي کې دا نیول شوې وسله زما نه ده.))

د ننګرهار امینه قوماندان جنرال شیرزاد وايي چې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ يې د ننګرهار په بیلابیلو ولسواليو کې د تيرو دوه اونيو په دوران کې ۲۲۵ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۶۲ تنه يې ټپيان شوي او په لسګونو ډول ډول وسلې او مهمات يې لاسته راوړي دي.

بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد

XS
SM
MD
LG