د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو قومونو د امن د ټېنګولو له پاره د همکارۍ اعلان وکړ


د خوست ولایت چارواکي وايي چې وسلوال مخالفین د یاد ولایت د سرحدي سیمو د ناامنه کولو فکر لري.

د خوست ولایت چارواکي وايي چې وسلوال مخالفین د یاد ولایت د سرحدي سیمو د ناامنه کولو فکر لري.

چارواکو له قومونو او خلکو غوښتنه وکړه، چې حکومت سره په ګډه د دې ګواښ د له منځه وړلو له پاره همکاري وکړي.

دوی له قومونو وغوښتل، چې په خپلو منځو کې دې قومي تړونونه وکړي او د مخالفینو د هغو تحرکاتو په په مخینوي کې دې خپله همکاري ډېره کړي، چې له کبله يې کلي او قومونه ناامنه کیږي او یا په لیرې پرتو سیمو کې پوهنه، روغتیا او نور خدمتونه زیان ویني.

دوی یادې څرګندونې نن د چارشنبې پر ورځ په هغه پراخه غونډه کې وکړې، چې د حکومت او ولس تر منځ د شته اړیکو د پراختیا او همغږۍ په موخه د لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو په ګډون جوړه شوې وه.

خوست والي حکم خان حبیبي د غونډې ګډونوالو ته د وسلوالو له خوا د سرحدي سیمو د ناامنه کولو د فکر په اړه داسې وویل:

((دښمن غواړي، چې د خوست په اوږده سرحدي پوله باندې د خپلو شومو هدفونو له پاره بې نظمي رامنځته کړي، د دې په خاطر چې خپل سرحدونه مو کلک ساتلي وي، دې ته ضرورت لیدل کیږي، چې هره ولسوالي او په ولسوالۍ کې میشت قومونه په خپل منځ کې تعهد وکړي، چې هېڅ دښمن ته به اجازه نه ورکوي، چې یو میلي زموږ په خاوره کې نفوذ وکړي، زموږ په کلي او کور کې وګرځي، زموږ معارف تهدید کړي، زموږ سپینږیري او نظام تهدید کړي.))

د خوست په یاده غونډه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په خپلو خبرو کې د دولت او امنیتي ادارو سره د مرستې له پاره تیاری څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې، حکومت دې هم د خلکو د ژوند د ښه کولو او د خلکو د باور د حاصلولو له پاره خپلې ژمنې په عمل کې پلي کړي.

د خوست د ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وویل، چې افغانان له یو ستر ازمون سره مخامخ شوي دي، نو که همت ونه کړي ستونزې يې نورې هم زیاتیږي.

ده ټېنګار وکړ، چې د ننګونو تر ختمولو او د امن تر راوستو پورې باید ټول ولسونه په ګډه کوښښ وکړي:

((که چیرې موږ د خپلو پلرونو او نیکونو په شان مقابله ونه کړو، لکه څرنګه مو چې کړې ده او دې لا نور متوجه نه شو، دا دښمن ازمویل شوی دی، دا مو دې ته نه پریږدي، چې خپلې خاورې او خپلو خلکو ته خدمت وکړو، تر څو چې د دې دښمن نهايي ماتې په برخه نه وي او موږ په خپل وطن کې امن راوستی نه وي.))

قومي مشر حاجي رسول محمد هم په خپلو خبرو کې وویل، چې نه یوازې د نظام څخه ملاتړ کوي، بلکې تر څنګ يې د ستونزو په هواري کې هم د ځايي چارواکو سره همکاري کوي.

د خوست د ښځو چارو رئیسې ملالۍ ولي هم په خپلو خبرو کې د ښځو په استازیتوب یادونه وکړه، چې ښځې هم نارینه وو سره څنګ په څنګ په ټولو ملي بهیرونو کې د پراخې ونډې اخیستنې له پاره تیاری لري:

((زه د یوې خور او مور په حیث د خوست پر میړني ولس دا غږ کوم، چې د خپلې محلي ادارې تر شا ودریږي، نظام ستاسو دی او تر بل هر وخت ډېر تاسو ته ضرورت لري، خوست میشتې خویندې به د خپلو وروڼو سره د خوست په ابادۍ او سوکالۍ کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.))

د یادونې وړ ده، خوست د افغانستان په سویل ختیز کې پروت سرحدي ولایت دی، چې اوه اداري واحدونه او ولسوالۍ يې د پښتونخوا له قبایلي سیمو سره ۱۸۴ کیلومتره په اوږدو ګډه پوله لري، که څه هم خوست د افغانستان په نسبتاً امن لرونکو ولایتونو کې شمېرل کیږي، خو قبایلي سیمو سره د ډېرو فرعي لارو د شتون له کبله وسلوال په اسانۍ دې ولایت ته تګ او راتګ کولای شي.

XS
SM
MD
LG