د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونس خان د جاوید میانداد ریکارډ مات کړ


پاکستان کرکت لوبغاړي یونس خان په ټیسټ کرکټ کې په ۸۸۵۲ رنزونو جوړولو د جاوید میانداد ریکارډ مات کړو او په ټیسټ کرکټ کې له ټولو زیات رنزونو جوړونکې پاکستانې لوبغاړې وګرځیدو

پاکستان کرکت لوبغاړي یونس خان په ټیسټ کرکټ کې په ۸۸۵۲ رنزونو جوړولو د جاوید میانداد ریکارډ مات کړو او په ټیسټ کرکټ کې له ټولو زیات رنزونو جوړونکې پاکستانې لوبغاړې وګرځیدو.

په ابوظهبئ کې روان ټیسټ کرکټ میچونو کې د برتانیه پرضد لمړي ټیست میچ کې د پاکستان کرکټ لوبغاړي یونس خان د جاویدمیانداد د ۸۸۳۲ رنزونو په ریکارډ ماتولو ۸۸۵۲ رنزونه جوړ کړل او دا شان د کرکټ په نړئ کې ئ یو بل اعزاز په خپل نوم کړو

له دې وړاندې جاوید میانداد په ۱۲۴ میچونو کې ۸۸۳۲ رنزونه ، انظمام الحق په ۱۲۰ میچونو کې ۸۸۲۹ رنزونو جوړولو باندې ریکارډ جوړ کړې وو

چې یونس خان یواځې په ۱۰۲ میچونو کې دغه ریکارډ مات کړو

په مردان کې د یونس خان د کرکټ او مالت ملګري یاسرزیب مشال راډیو ته وویل که کرکټ بورډ ځوانانو ته موقه په لاس ورکړه نو په خیبرپښتونخوا او په خاص توګه په مردان کې د یونس خان په رنګ نور هم لوبغاړي شته چې د پاکستان نوم روښانه کړي

نوموړي د یونس خان پحقله زیاته کړه:

(( د جون جولائ په سخته ګرمئ کې به یونس خان ډیر زیات ټریننګ کولو نو نن چې په کوم مقام باندې نوموړې ولاړ دی نو د له هغه محنت او خوارئ او سخت ټریننګ له کبله دی

او له هغه وخت ئ مشق کولو کله چې هغه لا په لوب ډله کې هم نه ول شامل شوې

او هغه خپل ځانته یو هدف ټاکلې وو چې زه به د پاکستان قامي کرکټ لوب ډله کې لوبیږم نو نن هغه ورځ ده چې خپل مرام ته ورسیدائ او ریګارډ ئ هم جوړ کړو))

د لوبو تجزیه کاران وائ چې یونس خان کې ډیر صلاحیت موجود دی خو تل د هغه حوصلې ماتې کړې شویدي ګڼې ده به دا مقام لا پخوا ترلاسه کړې وی

په دې اړه په پښور کې د لوبو خبریال اوشننوکي اعجازاحمد مشال راډیو ته وویل:

(( زه به دومره ووایم که تاسو یونس خان ته د لوبغاړي په حیث ګورئ نو له لمړئ ورځې هغه ډیره ښه لوبه کړیده او ښه کارکردګي ئ ښودلې ده او په ځائ کرکټ لوبو او فرسټ کلاس کې ئ هم غبرکه سلیزه جوړه کړې وه نو دې په دغه ښه کارکردګئ د پاکستان قامي لوب ډلې ته راغلې دی نو تل ئ یو ښه کردار لوبولې دی او لکه د محمد یوسف په څیر ئ د ښه لوبې زمه واري په سر اخستې ده نو دا رنګ یونس خان په بیټنګ کې یو ښه نوم دی او نوموړي به لا وړاندې دا ریکارډ جوړ کړې وی که چرې کرکټ بورډ ئ حوصله ساتلې وه ))

هم دا راز د پاکستان کرکټ بورډ پخواني د ګورننګ باډئ غړي او د لوبو شننونکي امیرنواب په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

(( تاسو وګورئ چې په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د لوبو ډاګونه نشته او حالات هم خراب ديخو له دې باوجود تاسو جنید خان ته وګورئ ،یاسرشاه او عمرګل ته وګورئ او اوس یونس خان نو په دې قام کې ډیر صلاحیتونه دي خو دوي له موقه پکار ده اوس تاسو وګورئ یونس خان د نړئ ښه لوبغاړې دی او هغه له یوه ورځنئ لوبو څخه لر کړې شوې وو څومره د زیاتي او ظلم خبره ده نو یونس خان خو د پاکستان د ټیسټ ټیم کپتان جوړول پکار دي او یوه ورځنې لوبو ته بیرته راتلل پکار دي نو هله به چې دی د پاکستان هغه کرکټ دی او د یونس خان چې کومه کارکردګي ده او کوم ریګارډ دی له هغې سره به انصاف وشي ))

یاده دې وي چې د خپل وطن په لوبغاړو کې په ټیسټ کرکټ په میچونو کې له ټول زیات رنزونه د هندوستان لوبغاړي سچن ټنډولکر جوړ کړیدي چې شمیره ئ ۱۵۹۲۱ ده له دې روستو د اسټریلیا رکي پونټنګ د ۱۳۳۷۸سره په ریکارډ دي

هم دا شان د سري لنکا ریټایرډ شوي لوبغاړي کمارسنګا کارا په خپل کرکټ لوبې په موده کې ۱۲۴۰۰ او د ویسټ انډیز براین لارا په ټیسټ کرکټ میچونو کې په ۱۱۹۵۳ رنزونوجوړولو ریکارډ قایم کړیدی

XS
SM
MD
LG