د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغرــ ګوادر راهداري پر لانجه له سېنېټه شلون


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال ریډیو ته وویل چې حکومت د شرقي لارې پشان د غربي لارې لپاره نه خو د هغه هومره روپۍ مختص کړې دي او نه یې اقتصادي زون اعلان کړی دی

په سېنېټ کې د اپوزیشن ګوندونو غړي وايي چې د پاکستان ـــــ چین اقتصادي راهدارۍ سړک کې ورته هېڅ ډول بدلون نه مني او حکومت دې د شرقي لارې پر ځای په غربي لارې کار وکړي.

د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه د چیېرمېن رضا رباني په مشرۍ کې وشوه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان تحریک انصاف، پاکستان پیپلز ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پشمول د ځینو نورو ګوندو غړو د پاکستان ـــ چین اقتصادي راهدارۍ په باب په خپلو ویناګانو کې وویل چې په دا لاره کې ورته هېڅ ډول بدلون د منلو نه دی او که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو نتیجه به ښه نه وي.

د خپلو ویناګانو وروستو د اپوزیشن ګوندونو غړو د سېنېټ له غونډې شلون «بایکاټ« وکړ.

د عوامي نیشنل ګوند سېنېټر ستاره ایاز مشال ریډیو ته وویل چې حکومت د اپوزیشن ګوندونو غوښتنو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي نو د سېنېټپه غونډه کې یې غوښتنه وکړه چې وزیراعظم نواز شریف دې د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ پحقله ایوان په اعتماد کې واخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال ریډیو ته وویل چې حکومت د شرقي لارې پشان د غربي لارې لپاره نه خو د هغه هومره روپۍ مختص کړې دي او نه یې اقتصادي زون اعلان کړی دی چې د خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان پښتنو سره سره د بلوڅانو سره هم زیاتی دی.

د ذکر ده چې په جون میاشت کې وړاندې کړل شوي بجټ کې حکومت د پاکستان ـــــ چين اقتصادي راهدارۍ پروګرام په لړ کې د اسلام آباد ــ ډېره اسماعيل خان سړک لپاره د ځمکې اخېستو او تېکنيکي مطالعې په خاطر ١٠ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف سېنېټر محسن عزیز وايي چې حکومت په ټول ګوندیز کنفرانس کې چې کومې وعدې کړې وې نو په هغه دې عمل وکړي او دا پروژه دې د کالاباغ ډیم غوندې نه لانجمنوي.

د يادونې ده چې د سږني کال په اپرېل مياشت کې د چين ولسمشر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو په لګښت د سړکونو، رېل ګاړي، ټېلي کام، ګوادر بندر او د توانايي يو شمېر تړونونه لاسليک کړي ول.

XS
SM
MD
LG