د پاکستان، پنجاب صوبې جنوبي پلو د ډېره غازي خان په تونسه سیمه کې د واکمن ګوند مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي په حجره کې چاودنه شوې ده چې څلور کسان یې وژلي او دوه ژوبل دي.
د پاکستان سرکاري ټي وي په وینا، تر اوسه لا پخلی نشته چې په حجره کې د چاودنې مهال پارلماني غړي سردار امجد کوسه موجود وو که یه.
بلخوا د پاکستان شخصي مېډیا وایي چې په چاودنه کې لږ تر لږه پنځلس کسان ژوبل شوي دي.