د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘ځېنو اېن جي اوګانو ته پنجاب کې د کار اجازه شته خو پښتونخوا کې نه’


په خیبر پښتونخوا کې د ناحکومتي ادارو کارکوونکي او فعالان وايي، د ناحکومتي ادارو په اړه د پاکستان وفاقي حکومت اقدامات پر تفریق یا توپیر ولاړ دي چې له کبله یې ګڼې اېن جي او ګانې اوس په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې کار نشي کولای.

په خیبر پښتونخوا کې د ناحکومتي ادارو کارکوونکي او فعالان وايي، د ناحکومتي ادارو په اړه د پاکستان وفاقي حکومت اقدامات پر تفریق یا توپیر ولاړ دي چې له کبله یې ګڼې اېن جي او ګانې اوس په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې کار نشي کولای.

په پېښور کې د ناحکومتي ادارو پخواني کارکوونکي او د بشري حقونو فعال عمران ټکر د نهې یا سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، هغه اېن جي اوګانې چې ورباندې د هېواد ضد کارونو تور پورې شوی په خیبر پښتونخوا او قبایلو کې کار نشي کولای خو په پنجاب او سېند کې یېکوي:

(([پر اېن جي او ګانو] په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بندیز ولګېد خو په نورو صوبو لکه اسلام اباد، پنجاب او سېند کې [ورباندې] بندیز ونه لګېد. نو سوال دا راوچتېږي چې که فرض کړه دغو اېن جي اوګانو ملک دشمنه کارونه کول او پر هغوی چې بندیز لګېده نو په کار ده چې په ټول پاکستان کې پر لګېدلی وای. او دویم، مېکانزم یا پالیسي ښه خبره ده چې راغله، را دې شي، موږ ورته هر کلی وایو، خو په کار ده چې هسې نه په هغې کې هم حکومتي ادارې او حکومتي واکداران په داسې طریقې ورننوځي چې څه يې خوښه وي نو هغه کوي.))

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په هغه هېواد کې د کورنیو او نړیوالو ناحکومتي ادارو د کار کولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه. تر دې څو میاشتې مخکې هم دې وزارت په هغه هېواد کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې سېف دي چلډرن دفترونه وتړل او تور یې پورې کړ چې یاده اداره په هېواد ضد فعالیتونو کې ککړه ده. سېف دي چلډرن دا تور ردوي او وايي، هر کال په پاکستان کې لکونه ماشومانو ته د زده کړو او روغتیا اسانتیاوې برابروي.

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ غړې او د عوامي نیشنل ګوند سیاستواله ستاره ایاز هم وايي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر ناحکومتي ادارو بېلا بېل محدودیتونه له ۲۰۰۵ز کال راهیسې لګول شوي:

((که له ۲۰۰۵ز کاله، یانې زموږ له حکومته هم مخکې یې که راواخلو، نو په هغه وخت کې هم د [کورنیو او نړیوالو] ناحکومتي او حکومتي ادارو د [اجازتنامو] مسله وه. په ۲۰۰۹ز کال کې هم دوی ته به وفاقي حکومت [اجازتنامه] ورکوله خو دوی به صوبې ته نشو راتللای، حتا چې [د ملګرو ملتونو ادارو] ته هم [خیبر پښتونخوا ته د ورتګ] اجازه نه وه. بیا په هغه وخت کې [د قدرتي یا طبیعي ناورینونو انتظام] صوبايي او قامي ادارې (پي ډي اېم اې او اېن ډي اېم اې) فعالې شوې نو هغوی به د صوبايي حکومت په مرسته دې [ناحکومتي] ادارو ته اجازتنامې ورکولې او کار به یې کاوه.))

ستاره ایاز زیاتوي، دوی چې د پېښور پر سکول تر برید وروسته د ترهګرۍ پر ضد د قامي اېکشن پلان په نوم د نوې تګلارې په غونډه کې ناست ول نو پر ناحکومتي ادارو یې د تورونو په اړه ثبوت وغوښت چې تر اوسه ورته حکومت نه دی ورکړی:

((چې پر نیشنل اېکشن پلان خبره کېده نو موږ هم ورسره ناست وو. حکومت چې خبره وکړه چې [اېن جي او ګانې] د ملک خلاف کار کوي نو موږ ورته وویل چې موږ ته ثبوت راکړئ. پر دې لا کار روان دی او موږ ته یې [ثبوت نه دی راکړی.]))

د بشري حقونو فعال عمران ټکر زیاتوي، د حکومتي محدودیتونو له کبله په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ناحکومتي ادارو کار اغېزمن شوی دی:

((له تېرو اووه، اتو میاشتو راهیسې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د اېن جي اوګانو په کار کې ډېر زیات کمی راغلی دی، لکه هېڅ په نظر نه راځي. که فرض کړه پر کومې اېن جي او بندیز نه دی لګېدلی نو د هغې لپاره هم مېکانېزم دومره مشکل کړل شوی دی چې که څوک سرکار ته د اجازتنامې لپاره درخواست ورکړي چې ماته دا پروجېکټ (یا پروژه) راکړل شوې او زه یې په دې سیمه کې [عملي] کوم نو دومره زیات [وخت] واخلي چې هغه پروجېکټ وي د شپږو میاشتو نو څلور میاشتې [د اجازتنامې تر لاسه کولو په عمل] کې تېرې شي. نو باقي دوه میاشتې پاتې شي، په دوو میاشتو کې به هغه کار نه کېږي.))

پر دې موضوع مو په بیا بیا د کورنیو چارو له وفاقي وزارت او د خیبر پښتونخوا اېتلافي حکومت واکمن ګوند تحریک انصاف له وزیرانو سره رابطه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو البته د روانې میاشتې پر لومړۍ نېټه د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي ول چې که ناحکومتي ادارې د نوې تګلارې پابندي ونکړي نو په هېڅ صورت به ورته د کار کولو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG