د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب صوبې په درې حلقو کې ضمني انتخابات


Pakistan -- A woman casts her vote at a polling station during the country's by-election in several constituencies, in Islamabad, August 22, 2013
Pakistan -- A woman casts her vote at a polling station during the country's by-election in several constituencies, in Islamabad, August 22, 2013

د پاکستان د پنجاب صوبې سرښار لاهور په حلقه این اې ۱۲۲ کې د ضمني انتخاباتو غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجې راتللو ورستو پاکستان تحریک انصاف خپل شکست تسلیم کړیدې خو په انتخاباتو ئي د تحفظاتو څرګندونه هم کړې ده.

تیر ماسخوتن ناوخته په لاهور کې یوې خبري غنډې ته د تحریک انصاف غړي جهانګیر ترین وویل چې په ضمني انتخاباتو کې مسلم لیګ ن ریاستي مشینري استعماله کړیده چې پرې دوي ته تحفظات دي.

خبري غونډې ته د این اې ۱۲۲ امیدوار عبدالعلیم خان وویل چې انتخاباتو کې خپل شکست تسلیموي، خو زیاتوي د تیرو انتخاباتو په مقابله کې دا ځل مسلم لیګ ن ته کم ووټونه ورکړل شول.

د پاکستان سرکاري ټي وي وايي چې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو تر مخه د لاهور په حلقه این اې ۱۲۲ کې د مسلم لیګ ن امیداوار سردار ایاز صادق څلور اویا زره پنځه سوه نه زیاتې رائې په اخستو د پاکستان تحریک انصاف عبدالعلیم خان ته ماتې ورکړه،

د نتیجې راتللو ورستو د مسلم لیګ ن امیدوار سردار ایاز صادق وینا وه چې عمران خان دې نور د دهرنو سیاست پریږدي او د ملک په ترقۍ کې دې خپل کردار ولوبوي

د نوموړي وینا وه چې د ګټې جشن به هاغه ورځ لمانځي چې کله عمران خان دوي سره په ګډه د ملک د سلامتۍ لپاره د کار کولو فیصله وکړي،

د این اې ۱۲۲ نه علاوه تیره ورځ د پنجاب صوبې په اوکاړه ضلعې کې د قامي اسمبلۍ حلقې ۱۴۴ کې هم ضمني انتخابات وشول او د یادې حلقې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو ترمخه آزاد امیدوار ریاض الحق د درې اتیا ذره څخه زیاتې رائې په اخستو کامیابي ترلاسه کړه پدې حلقه کې د مسلم لیګ ن امیدوار علي عارف د یو څلویښت ذره نه زیاتې رائې په اخستو په دویم نمبر راغلې،

د لاهور ښار نه د صوبائي اسمبلۍ حلقې پي پي ۱۴۷ د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو ترمخه د پاکستان تحریک انصاف شعیب صدیقي ۳۱ ذرو نه زیاتې رائې په اخستو د مسلم لیګ ن محسن لطیف ته ماتهې ورکړه،

د الیکشن کمیشن وینا ترمخه چې په حلقه این اې ۱۲۲ کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره د درې لکه اوه څلویښت ذرو نه زیاته وه او په حلقه کې دوه سوه څلور اتیا (۲۸۴) پولنګ اسټیشنې جوړې کړې شوې وې،

دغه شان په حلقه این اې ۱۴۴ کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره د درې لکه شپاړس ذرو نه زیاته وه او په حلقه کې دوه سوه لس (۲۱۰) پولنګ اسټیشنې جوړې کړې شوې وې،

دیادونې ده چې د ضمني انتخاباتو لپاره د سیکیورټۍ هم خصوصي انتظامات کړې شوي و او حساس ګرځولې شوي پولنګ اسټیشنو د پولیس سره سره رینجرز او پوځ هم ځائې په ځائې کړې شوي و.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG