د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې موټر بم برید شوی


نن د ورځې په دوولسو بجو د خوست ښار سولې پارک په سیمه کې د موټر بم برید وشو، چې یوازې یو کس په کې ټپي شوی دی.

نن د ورځې په دوولسو بجو د خوست ښار سولې پارک په سیمه کې د موټر بم برید وشو، چې یوازې یو کس په کې ټپي شوی دی.

د پيښې په ځای کې یو شمير شخصي کورونه او حکومتي ادارې همدارنګه د ولایتي شورا د یو وکیل دفتر او د خوست د مجاهدینو شورا وداني شتون لري.

چارواکي وايي، دا چاودنه چې د ریموټ کنټرول په واسطه ترسره شوه، موخه يې د مجاهدینو شورا رئیس مولوي سردار ځدارڼ ګاډی وو.

نوموړی د دې پيښې روغ وتلی دی، خو ګاډی يې زیانمن شوی دی.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د دې چاودنې په اړه مشال راډیو ته وویل، چې یو سپین رنګه سراچه موټر د چاودیدونکو توکو څخه ډک د نورو موټرو په منځ کې درول شوی وو، هر کله چې د مولوي سردار ګاډی د پيښې ځای ته ورسید، نو د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوه.

جنرال غیرت وړاندې وویل، چې د مولوي سردار ګاډی د مرمۍ ضد وو، نو ده او ساتونکو ته يې زیان نه دی رسیدلی.

بلخوا په خپله مولوي سردار ځدراڼ د پيښې حالت مشال راډيو سره په دې توګه شریک کړ:

((نن کله چې د کور په نیت له دفتره ووتم، نو سل متره مخکې همدا د موټر بم چاودنه وشوه، خو خوشبختانه زه هر سهار د سورت یاسین ختم کوم او د همدې برکته زه او ملګري مې خدای پاک له دې پيښې وساتلو.))

د خوست ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د پيښې په ځای کې وویل، چې د خاورې دښمنان هڅه کوي، چې زموږ د هېواد مخور شخصیتونه ترور او له منځه یوسي.

د ده د دې پيښې د غندنې تر څنګ له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د پيښې عاملین مالوم او ژر تر ژره يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړ ده په خوست کې د سږ کال په جریان کې دا دریم ځل دی، چې د وسلوالو له خوا یو ځل ځانمرګی او دوه ځلې د موټر بم بریدونه کیږي، که څه هم وروستۍ پيښې ځاني تلفات نه درلودل، خو په تېرو پيښو کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG