د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: طالب العمانو ته د دیني زده کړو زمینه برابریږي


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت یو شمېر هغو طالب العمانو ته چې پخوا يې د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کولې، په داخل کې به ورته د دیني زده کړو زمینه برابره کړي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت یو شمېر هغو طالب العمانو ته چې پخوا يې د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کولې، په داخل کې به ورته د دیني زده کړو زمینه برابره کړي.

دوی وايي، چې د افغانستان په داخل او د معارف په چوکاټ کې دیني زده کړې به نه یوازې په دې ځوانانو کې هېوادنۍ روحیه پیاوړي کړي، بلکې افغان ځوانان به د پردیو د هدفونو قرباني هم نه ګرځي.

د پکتیکا چارواکو یادې څرګندونې نن د جمعې پر ورځ د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ د معارف په چوکاټ کې د یوې دیني مدرسې له پاره د اساسي ودانۍ د کار په پیلغونډه کې وکړې.

د پکتیکا د ولایت مقام د سکټوري چارو رئیس واصف الله واصفي رسنیو ته وویل، چې د دې مدرسې طالب العمان به د خپل ولس او خاورې خدمتګاران وي او نظام ته به خدمت کوي:

((دوی به دلته په خپل کور کلي کې خپلې دیني زده کړې پر مخ وړي، دا طالبان به دلته روزل کیږي، دوی به د خپلې خاورې او اسلامي دولت تر څنګ ولاړ وي او د خپل ولس او نظام حمایت او ملاتړ به کوي.))

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دې دیني مدرسې په ودانۍ به اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي وویل، چې د دې ودانۍ مالي لګښت د مخدره توکو پر ضد وزارت ورکړي، چې په یو وخت کې به د زرو طالب العمانو د زده کړو ګنجایش ولري:

((دا دیني مدرسه د نشه يي توکو پر ضد وزارت له خوا د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي او موږ او تاسو یې د بنسټ ډبره کېښوده، د یو کال په موده کې به يې ساختماني چارې بشپړې شي.))

بلخوا د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکي د دې مدرسې په جوړېدو خوښي څرګندوي او دولت ته ژمنه ورکوي، چې دسیمي مشران به په دې مدرسه کې د پردیو د سیاسي مفکورو او نفوذ مخه نیسي.

د سروبي ولسوالۍ یو تن قومي مشر د افغان حکومت د دې اقدام څخه مننه وکړه او له دولت سره يې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ، هغه زیاته کړه:

((دا به د دې خاورې نظام او دین له پاره خدمتګاران او یو صف وي، له تاسو مننه کوو، دیني مدرسې چې د دین اساس دی په جوړولو کې يې مرستې کوئ، تاسو ته يې له خدایه اجر غواړو.))

افغان حکومت ډېر کله نیوکه کوي، چې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان په دیني مدرسو کې طالب العمانو ته د افغانستان د خاورې او نظام پر ضد روحیه ورکول کیږي او دوی ورانکارو عملونو ته هڅول کیږي.

کتونکي وايي، چې که په داخل کې د لیسانس، ماسټری او دوکتورا په کچه د فقهې او دیني زده کړو په نورو برخو کې افغاني طالب العمانو ته د زده کړو او تحصیل زمینې برابرې شي، افغانستان به په اوږده مهال کې د دین په جامه کې د نورو هېوادونو د سټراتيژیکو او سیاسي هدفونو له تطبیق او د دوی له تاثیر څخه ژغورل شوي وي.

XS
SM
MD
LG