د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: سپورټ په ولسونو کې د دوستۍ او سولې مفکوره خوروي


د خوست یو شمېر مدني فعالان او د سپورټي لوبډلو لوبغاړي وايي، چې ورزش د خلکو په منځ کې د سولې او امن مفکوره خوروي او د نړۍ ولسونه سره نږدې کوي.

د خوست یو شمېر مدني فعالان او د سپورټي لوبډلو لوبغاړي وايي، چې ورزش د خلکو په منځ کې د سولې او امن مفکوره خوروي او د نړۍ ولسونه سره نږدې کوي.

دوی يادې څرګندونې نن د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په خوست کې د چلینج کپ په نوم د کریکټ لوبې د شل ورځنیو لوبو او سیالیو د پیل په مراسمو کې وکړې.

د کریکټ ټورنمنټ تابیا کوونکو د دې لوبو موخه په یاد ولایت کې د ورزش پرمختګ او د بیلابیلو سیمو د ځوانانو او ورزشکارانو تر منځ د دوستۍ د اړیکو ټېنګول او په خلکو کې د سولې د مفکورې خورول یاد کړل.

د کریکټ ټورنمنټ تابیا کوونکي جهاد سنګین وویل، چې د خوست د بیلابیلو لوبډلو سربیره به د پښتونخوا یو شمېر لوبغاړي هم په دې سیالیو کې ګډون ولري:

((دا ټورنمینټ چې دی د خوست چلینج کپ په نوم دی، که څه هم لوبغاړي يې د خوست دي، خو د کوزې پښتونخواه لوبغاړي هم زموږ په لوبډلو کې لوبیږي، د افغانستان هغه پخواني لوبغاړي چې د ملي ټیم غړي پاتې شوي هغه به هم دلته موجود وي، دوه زره ډالره مو انعام ورته ټاکلی تر څو په خوست کې کریکټ لا زیات شي.))

لیکوال او ژورنالیست محمدغفور مهیدي وايي، چې په دې سیالیو کې به د کریکټ دوولس پیاوړې لوبډلې د یوې او بلې پر وړاندې ولوبیږي.

ده هیله څرګنده کړه، چې په دې سیالیو کې به د خیبرپښتونخوا ځني لوبډلې هم مسابقې وکړي او دا لوبې يې د کرښې د دواړه غړو پرتو پښتنو تر منځ د یووالي او اتحاد یوه نښه وبلله.

د دې ټورنمټ یو بل تن تابیا کوونکی امیر منګل هم سپورټ د نړۍ د ولسونو او ملتونو د یو ځای کولو یو فرصت بولي او د پاکستان او هند همدارنګه یو ځل د امریکا او ایران د ورزشکارانو تر منځ د لوبو مثال وړاندې کوي، چې دې لوبو د دې هېوادونو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړه.

په پيښور کې استوګن یو شمېر وزیرستاني لوبغاړي هم دې سیالیو ته راغلي دي.

د هدایت الله داوړ په نوم یو تن ورزشکار د خوست د لوبغاړو د میلمه پالنې یادونه کوي او وايي، چې ټول ملګري يې په خوست کې ډېر خوښ دي او د پردیتوب احساس نه کوي.

دا چې په خوست کې د کریکټ مینه وال او لوبغاړي ولې ډېر دي، لاملونه يې لیکوال او ژورنالیست نوراجان بهیر داسې په ګوته کوي:

((د دې سیمې هوا کریکټ ته جوړه ده، له دې سربیره د کریکټ ځني مشران چې د ملي ټیم کپتانان او غوره لوبغاړي پاتې شوي دي، هغه هم د دې سیمې دي، له دې سربیره دا ولایت سرحدي هم دی او د پولې پورې غاړه کې کومې لږیدلې سیمې چې دي هلته هم کریکټ زیات دی، نو د دې ولایت ځوانان چې هلته تللي یا پاتې شوي دي، هغوی هم هماغه ځای کې د کریکټ سره بلدتیا پیدا کړې ده.))

د یادونې وړ ده په خوست کې دا مهال په لسګونو زره ځوانانو رزمي او غیر رزمي ورزشونو ته مخه کړې، او په ښار او ولسوالیو کې یو شمېر سپورټي فدراسیونه، کلپونه او لوبډلې جوړې شوې دي، چې سپورټ ته يې څه نا څه منظمه بڼه ورکړې ده، خو کتونکي د ورزشي لوبغالو او مسلکي روزنکو کمښت د دې بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو او ننګونو څخه حسابوي.

XS
SM
MD
LG